غزل نجیب تنھاؔ
غزل
نجیب تنھاؔ
نجیب تنھاؔ
ـــــــــــــــــــــــــــ
زړه ته راغلی سړی څنګه به د زړه اوباسي؟
دا ګرانه نه ده؟ د شودو نه چې اوبه اوباسي
زړه ته راغلی سړی څنګه به د زړه اوباسي؟
دا ګرانه نه ده؟ د شودو نه چې اوبه اوباسي
که حافظه مې بغاوت راسره وکړي خیر دی
ستا تصویران دې تصور نه راته نه اوباسي
ستا تصویران دې تصور نه راته نه اوباسي
څومره چې اوښکې په کاغذ او په قلم تویوم
دومره خواږه غزل کې راشي او تراخه اوباسي
دومره خواږه غزل کې راشي او تراخه اوباسي
د یوې پیغلې د غربت څومره دردناک تصویر دی
سکاره په کاڼې ټکوي ترینه رانجه اوباسي
سکاره په کاڼې ټکوي ترینه رانجه اوباسي
زه د تنها په خوئي پوهیږمه شر نه خوښه وي
بده خبره وي مطلب ترې ځانله ښه اوباسي
بده خبره وي مطلب ترې ځانله ښه اوباسي

No comments