حمزه بابا په غزل کې
(ليک: مراد لائق)
ولـولـه نــيمـــــزالـه دحـمــزه غـــــزل
دازړه صهبا چې وڅښې ځوان به شې
دازړه صهبا چې وڅښې ځوان به شې
ماداخبره په خپل اثر"دحمزه بابا يوشعر"کې هم کړي چې دحمزه بابا شصيت ګڼ اړخونه لري اوبيادداسې ستر شاعر،ليکوال،نقاد،محقق،سفرنامه نګار،ډرامه نګار،ناول نګار اوله دې سره سره دتصوف او فلسفې په علومو پوه انسان باندې دهغه دفکر اوهنر احاطه کولو په لړکې قلم پورته کول اوليکل کول دومره هم اسان کار نه دى،
خوبياهم چې په پښتو ژبه کې دغزل دپرمختګ او علويت خبره کيږي نو دحمزه بابا نوم به ورسره خامخا ياديږي ،که څه هم دحمزه بابا نه په ډيرو وړاندې دورونو کې له خوشحال او رحمان نه راواخله تر کاظم خان شيدا پورې هم په پراخ مټ غزل ليکل شوى او ددوي ټولو په اشعاروکې د ژوند اړوند ټول مسايل بيان شوي دي او بيا د خوشحال بابا او رحمان بابا په څير قادرالکلام او دحميد بابا او کاظم خان شيدا په رنګ باريک بين چې په موشګاف هم يادشوي او هر يو دځان سيال نه لري،خو په دغو لارو چې غزل بيا تر حمزه بابا راورسيد نو حمزه بابا غزل د عربي او فارسي له قيود نه اذاد کړ او دخپل پښتون لباس داسې سرڅڼه يې ورته وکړل چې غزل يې کټ مټ پښتون کړ،نو همدا لامل دى چې دشلمې پيړۍ په اواخرو او د يويشتمې پيړۍ په اوايلو کې هم دشاعرانو د"امام"دستار يې په سر دى

ماحمزه ځواني چې کړه پيداپه خپل غزل کې
زوړشوم ولې هغه زړيدو ته مې پرې نښوه
زوړشوم ولې هغه زړيدو ته مې پرې نښوه
پروفيسر نواز طاير ليکلي" هغه پښتو غزل دعام روايتي ډګر نه دپښتونولۍ په ډګر داسې سم کړو چې حسن اورنګيني يې ورله هم قايم وساتل او پښتني اخلاق،اقدار،اطوار،اودپښتو روايات يې پکې هم ورځاى کړل،يقينآ چې دپښتو دادبياتو دنقدونظر خاوندان ټول دامني چې حمزه بابا غزل پښتون کړى دى اود پښتونوالي ټول ښايستونه،ټولې خوبيانې او ټول صفات يې ددې په ځولۍ کې اچولي دي ځکه نو د پښتو غزل د حمزه له مخه د نورې دنيا دژبو دغزل نه منفرد او مميز شوى دى،
حمزه بابا که دروحانيت په اب حيات خپله پښتو اوپښتون فکر وينځلى نو دغه رنګ يې دتصوف او عرفان لاره په خپل پښتني رواياتو کې طرحه کړې ده او دقلندر مومند په وينا چې"ما کله دحمزه صيب کلام کې دتصوف نخښې لوستې ،کتلې او اوريدلې دي نو زما ذهن يې ځان ته راکښلى دى ددې وجه شايد دا وي چې د حمزه صيب تصوف دپښتون تصوف دى"
حمزه بابا په لومړيو کې په اردو ژبه کې شاعري کوله خو بيايې دخپل مرشد سيد عبدالستار شاه پاچا په لارښوونه په خپله پښتو ژبه کې شاعري پيل کړه
او په يو زر نهه سوه او ديرشم زيږديز کې يې لومړى داغزل وليکه

ريږدي دمستۍ نه ساقي وجد پيمانه کوي
ساقي دګلرخ چې نظر دوي ته مستانه کوي
زه ديار دمخ په شمع ديده دانسته سوزم
شمهې ته د اور راتله بې عقله پر وانه کوي
اړ به زاهدان په قتلولو د حمزه نه وي
څو چې د مستۍ نه دا بيانِ رندانه کوي
ساقي دګلرخ چې نظر دوي ته مستانه کوي
زه ديار دمخ په شمع ديده دانسته سوزم
شمهې ته د اور راتله بې عقله پر وانه کوي
اړ به زاهدان په قتلولو د حمزه نه وي
څو چې د مستۍ نه دا بيانِ رندانه کوي
ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي چې" دحمزه په غزل کې درې بنيادي عناصر ښکاري او بيا دغه عناصر چې د وحدت په کوم مقام يوځاى کيږي نو هغه د پښتونولۍ احاس ښکاري،دغه عناصر لومړى تصوف ،،دوهم پښتون تشخص ،،او دريم فني عاليت دى
وړاندې وايي چې فني عاليت او تصوف يا جمالياتي ادراک،دپښتون احساس د "فن"په قاعده ولاړ هغه تثليث سازوي چې دپښتون غزل لپاره ګولډن ټراينګل دى،،
وړاندې وايي چې فني عاليت او تصوف يا جمالياتي ادراک،دپښتون احساس د "فن"په قاعده ولاړ هغه تثليث سازوي چې دپښتون غزل لپاره ګولډن ټراينګل دى،،
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را
،،،ماخذونه،،،
ا،،دحمزه بابا يوشعر
ب،،د حمزه شينواري کليات
ا،،دحمزه بابا يوشعر
ب،،د حمزه شينواري کليات

دا حمزه بابا دا کلیات اوس په مارکیټ کښې ولی نشته
ReplyDelete