Breaking News

خپله ورځ، خپله جنډه

                                                                                                                               
                                                                                                                               (غلام حسين محب)
د نړۍ د قامونو او ملکونو خپلې د آزادۍ ورځې وي او کال په کال ي په خپله نيټه په جوش او جذبي نمانځي. دغه جذبه په هر انسان کي فطري وي.او غواړي چې د خپل ملک سره د مينې او عقيدت اظهار وکړي. په دغه جذبه د خپل ملک جنډه پورته کوي او رنګارنګ غونډې کوي. خو نړۍ کې داسې خلق هم شته چې په دي موقع پردۍ جنډې اوچتوې او فخر هم کوي . دا قسمه خلق د پاکستان په ګاونډ کې د افغانانو په نوم ياديږي. دا هغه خلق دي چې د روس د يلغار نه پس ي کډې وکړې او ټول په اتفاق سره پاکستان ته راغلل. او تر ننه ي په يوه ساه پوره څلويښت کاله تير کړل د دغه مخلوق باقيات اوس هم پاکستان کې د شلو لکو نه زيات اوسيږي خو سندرې د پاکستان د دشمن يعني هند وائي او کنځلې پاکستان پسې کوي . دا ځکه چې د روس نه د تيښتې په وخت ورله پاکستان پناه ورکړه . بلکه دروس نه د افغانستان دازادولو د پاره ي ورله تربيت ورکړو او پوره پوره سپورټ ي ورکرو . حالانکه د افغانستان په ګاونډ کې ايران، تاجکستان،ازبکستان،کرغيزستان او ترکمانستان هم موجود وو خو دا ګناه پاکستان وکړه چې افغانان ي وساتل بلکه تر ننه ي ساتلي دي خو د ددوي اصليت چې د هند سره تړلے دے نه بدليږي. دغه افغانان دلته و روزل شو دلته ي تعليم حاصل کړو د اعلي تعليم د پاره يورپ او نورو ملکونو ته لاړل خو دومره احسان فراموشي ي اختيار کره چې پاکستان ته دشمن وائي او د بغض معاويه په مصداق د پاکستان په ضد د هندوستان سندرې وائي حال دادے چې هندوستان د افغانستان ازلي دشمن دے او تراوسه د ابدالي،غزنوي او سوري نومونه د دشمن په توګه اخلي او ورته ډاکوان وائي چې دوي په هند حملې ځکه کولې چې مولونه ي لوټ کړل او لاړل. هند د مذهب،ژبې او ثقافت په لحاظ د افغانستان نه بيخي مختلف بلکه مخالف دے خو جاهل افغانان ي د پاکستان سره د بغض او حسد په وجه خپل دوست ،مسيحا او محسن ګڼي.
دا ځل د پاکستان د آزادۍ په ورځ دغه په تالي کې کوونکو افغانانو د هند جنډې په سوشل ميډيا شئير کولې او د هندوانو ته ي مبارکۍ ورکولې. خو دوي داخبره هيروي چې هند خو هسې هم د پاکستان دشمن نمبر ون دے او افغانستان هم د هند په تله کې ځان اچوي نو څه ګټه به وکړي. هم داسې به ذلالت سره مخ وي او راروان سل کاله کې به جوړ نه شي . خصوصاً هغه نادان افغانان چې د پاکستان په لاره تللي او د يورپ په رڼاګانو کې ورک دي او د خپل وران ملک د حالاتو نه ي ځان قصداً بې خبره ساتلے دے هيڅ ګټه به ورنه کړي خپل ملک له بلکه د پاکستان په دشمنۍ کې به دا لږ ډير پاتې افغانستان هم وبائيلي ځکه چې هند افغانستان نه خپله مورچه جوړه کري ده او د پاکستان خلاف ي استعمالوي. کله کله پکې داسې تصويران هم شئير کوي چې د پاکستان په جنډه ولاړ وي بې عزتي ي کوي نو وران کندر کنډر افغانستان حالت به کله هم ښه نه شي ځکه پاکستان که ډير بې کاره شي او د خپلو سياسي ليدرانو په وجه بدنام دے خو د اسلامي نړۍ واحد ايټمي قوت دے، د يو اين مطابق د نړۍ په ښه او اعلي فوځونو کې ي شمار کيږي او د دنيا د تولو نه زيات منظم فوځ ګڼلے شي دغه مقام ته چې افغانستان رسي نو پيړۍ به تيرې وي ځکه چې افغانان پخپله ددې جوګه نه دي . نه خپلو کې سره جوړ دي او نه د ګاونډيانو سره ښه تعلق ساتي. د يو حديث مطابق د الله پاک ټولو نه زيات ناخوښه خلقو کي غريب کبرژن هم دے دغه حال د افغانانو هم دے چې ملک ي د وران کنډر نه زيات هيڅ نه دے او خبرې ي د کبر او بد اخلاقۍ نه ډکې دي. خصوصاً په سوشل ميډيا خو د کنځلو نه علاوه بله خبره نه ورځي او وائي چې پنځه زره کلن تاريخ لري. يعني ټول تاريخ ي د بد تهذيبۍ او کنحلو نه ډک دے. د دوي د غه جهالت نه هند فائده اخلي او د پاکستان خلاف ي استعمالوي. داسې معلوميږي چې خپله ورځ او خپله جنډه ي نشته ځکه په پردۍ مست دي .  
.  .ghmohib@gmail.com

No comments