Breaking News

د ښاغلي همیش خلیل صیب پيژندګلو

   
(زبير حسرت)
ښاغلی همېش خليل په ۱۱ اپرېل ۱۹۳۰ کې په برتهکال کې د انځرګل کره پېدا شو . لسم پورې سبق ېې په اسلاميه کالج پېښور کې اووی . داېف –اې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله . همېش خليل ځاې په ځاې سرکاري نوکري هم کړې ده خو دسياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو ، او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لګېده ، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو .
همېش خليل دګڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی . شاعر ، محقق ، افسانه نګار ، صحافي . مترجم او داسې نور ، ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او دپنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی ، په ورځپاڼه شهبا ز کې ېې هم کار کړی دی ، د ورځپاڼې انقلاب مديرهم وو. د ورځپاڼه باګرام ېې هم په همت جاري کړه په باګرام کې ېې دافغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري ګڼې هم ووېستې .
لیکلي اثار
څېړنې
ديوان بېدل - چاپکال ۱۹۵۷ ز
ديوان معزالله خان مومند - چاپکال ۱۹۵۷ ز
ديوان اشرف خان هجري - چاپکال ۱۹۵۸ ز
ديوان سعيد خټک - چاپکال ۱۹۵۸ ز
ديوان حسين - چاپکال ۱۹۵۸ ز
ديوان مرزا خان انصاري - چاپکال ۱۹۵۹ ز
ديوان قنبر علي خان - چاپکال ۱۹۶۰ ز
ديوان کاظم خان شيدا - چاپکال ۱۹۵۷ ز
ديوان عبدالقادر خان خټک - چاپکال ۱۹۵۷ ز
ديوان رحمت داوي - چاپکال ۱۹۵۷ ز
ديوان فدا - چاپکال ۱۹۵۷ ز
قصه شاه و ګدا - چاپکال ۱۹۵۷ ز
د غرب ګلونه (فضل احمد غر) - ۱۹۵۷ ز
کاکاجي صنوبر حُسين - چاپکال ۱۹۹۵ ز
خمخانه يثرب (کامل مومند) - ۱۹۸۷
د فکرونو ډيوې (کامل مومند) - ۱۹۹۳ ز
بازنامه (افضل خان خټک) - چاپکال ۱۹۹۴ ز
خوشحاليات
اخلاقنامه (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
فراقنامه (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
طب نامه (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
بازنامه (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
سوات نامه (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
نام حق (خوشحال خان خټک) - چاپکال ۱۹۸۱ ز
کره کتنې
تول پارسنګ - چاپکال ۱۹۹۳
حقيقت دا دی - چاپکال ۱۹۹۸

No comments