Breaking News

زما "دخمارونو په لار" ياره مبارک شه


د وقار خان په کتاب باندې دغه منظوم تاثر تېره ورځ اتوار ۱۳ مۍ ۲۰۱۸ باندې د هغه د کتاب "د خمارونو په لار" د مخ کتنې په دستوره کښې واؤرول شو ـ ـ ـ ـ 
بيا بيا مې د خمارونو د لار يا ر ته په "دخمارونو په لار" کتاب باندې مبارکي ويم
(اشنا باجوړے)
د خمارونو په لار
د جذب  د  کېفيت  د  زړۀ  راښکون  دي    ستا  خبرې
د  مينې   د   مستۍ  او   د  جنون   دي     ستا  خبرې
چې   سپينې   دي  نو   خامخا  ترخې     به وي زړګيه
خو دا حقيقت دے  چې   د  سمون    دي   ستا   خبرې       

د   پت   دي   د   ښېګړې   دي   د   تورې  او وفا دي
منم دې د   پښتو   او   د   پښتون   دي   ستا    خبرې
اے دا لکه   چې ساه وي ستا د قام په مړۀ وجود  کښې
د   ځوښت   او د خوځښت او د ژوندون دي ستا  خبرې
اے   دا   لکه   شب   خون  وي  د تورتم په لښکرونو
اے      مړه   ترانې    د    سباؤن   دي   ستا    خبرې
چې  چرته   په   مستۍ  کښې   له حدونو ځنې تېر شې
نو بيا خو د "غني" او  " مفتون"   دي    ستا   خبرې
رموز   دي   کنائې   دي   اشارې    دي    تغزل   دے
بيخې لکه    منتر   لکه   افسون   دي    ستا    خبرې
په   "فقر"   کښې "غناء" لکه "رحمان" لکه "اقبال"
عدم   کښې   د   هستۍ   او    زيږون   دي ستا خبرې
د   ژوند    بلها    رازونه  سربسته پکښې خوندي دي
وقاره     فلسفې    د   افلاطون   دي     ستا     خبرې
د فکر  بلندي   چې    دې  تر   عرشه    پورې   رسي
د   دغسې   الوت     داسې    پاڅون    دي   ستاخبرې
لفظونه ئې   سيپۍ   دي   او   معنې    ئې    ګوهرونه
د    ماتو    ماتو     زړونو    پېوستون  دي ستا خبرې
ستا ستوري ستوري توري  ئې    د    لارې   مشالونه
الغرض!    د    منزل    په   لور د يون دي ستا خبرې
هم   دا   چې    ستا   د  مينې مرکزي نکته انسان دے
دا    ځکه    خو    د    مينې د مضمون دي ستا خبرې
کتاب   دې   زما   وياړ    زما    وقاره      مبارک شه
زما      "دخمارونو په لار"     ياره      مبارک    شه
اشناباجوړے
۲۲اپريل۲۰۱۸

No comments