د ادبي چینې کوټې اونیزه غونډه
( محمد عرفان الهي )
د ادبي چینې اونیزه غونډه د کوټي ښار د غوث آباد په سیمه کي د جمعې مبارکې په ورځ نېټه (۴-۵-۲۰۱۸) د ښاغلي محمد عمران رښتین صاحب په ویاندویي او د قاري مطیع الله په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې صدارت ښاغلي سید محمد خوشحال صاحب ته سپارل شوی وو، ورسره دروند مېلمه ښاغلی دین محمد سیلاب صاحب او کوربه ښاغلی صالح محمد همت صاحب وو. په غونډه کي د مشاعرې سربېره ښاغلي بهرام خان حنیفي صاحب [د ادب په اړه د اروپایي پوهانو نظرونه] تر عنوان لاندي خپله ایجنډا وړاندي کړه. ښاغلي د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي ادبیاتو ته په انګلیسي کي Literature وایي چي په اصل کي د دوو لاتیني لغاتو Litra او ture څخه اخیستل شوی دئ چي لغوي معنا یې لیکل دي. په اصطلاح کي دوه تعبیرونه لري. یو عام او بل خاص. په خاص مفهوم سره لټرېچر د فکر اظهار دئ چي په ښو او تحسیني الفاظو کلماتو سره سره د انتقادي رویې مخز، جمال او لوستونکی یې. دوهم لټرېچر په عام مفهوم عبارت دئ له: د افکارو د تصویر د ښکاره کولو څخه د الفبا په واسطه چي الفاظ نومیږي یا په بل عبارت ټول هغه آثار چي د انسان د افکارو او خیالاتو مولد بلل کیږي، ادبیات نومیږي. ښاغلي حنیفي صاحب وروسته د ځینو اروپایي پوهانو نظرونه او د هغو تعریفونه د ادب په اړه داسي بیان کړل: جان مورلي وایي: ادبیات له هغو ټولو کتابونو څخه عبارت دي چي په هغه کي اخلاقي عقاید او انساني موضوعات په خورا ښه او جذاب ډول ښکاره کیږي. د برتانیې دائرة المعارف لیکي چي لټرېچر یوه عمومي اصطلاح ده د هغو د تعبیر لپاره چي افکار د لیک ډګر ته راولي، د یوې ټولنې افکار او آثار ساتي. یو بل لیکوال وایي: زموږ دماغ تل د فطرت ښکلاوې، د طبیعت جمال او ښه مناظر، د دغو ټولو ښکلاوو د ترجمانۍ خواهش دئ چي ادبیات ځني پیدا کیږي. لنډه دا چي ادبیات د انسان د افکارو، احساساتو او تخیلاتو مؤسس شکل ګڼي. یا په بل عبارت د انساني افکارو او جذباتو ترجماني د ادب وظیفه بولي.
د غونډې په دوهمه برخه کي مشاعره وشوه چي پکي شاعرانو خپل خپل شعرونه ګډون کوونکو ته وړاندي کړل.
د غونډې کوربه ښاغلي سېلاب صاحب له حنیفي صاحب څخه مننه وکړه چي په زړه پورې معلومات یې راوړي وو. ښاغلي بیا خپل راوړی شعر ملګرو ته وړاندي کړ.
د غونډې مېلمه ښاغلي همت صاحب یو حکایت ملګرو ته وړاندي کړ.
د غونډې صدر ښاغلي خوشحال صاحب هم له حنیفي صاحب څخه مننه وکړه او بیا یې خپله صدارتي وینا وکړه. ښاغلي د خپلي وینا په ترڅ کي وویل چي ادب هغه بحث دئ چي نه خلاصیږي. موږ باید په شعر، نظم، غزل او نورو ډولونو باندي ځانونه پوه کړو او همداراز باید د ادب په هر ډګر کي کار وکړو. باید په غونډه کي هر څوک په نظم او د هغه په ډولونو باندي پوه شي. ښاغلي په پای کي د ځیني اصلاحي لارښوونو وروسته خپل شعر واوراوه.
د صدر له صدارتي وینا څخه وروسته غونډه پای ته ورسېده.
په درنښت
د ادبي چینې ویاند محمد عرفان الهي.

No comments