ادبي دستوره ,ايوارډونه او مشاعره
s.
(رپورټ زيبا آفريدي عمومي سيکتره)
د خوېندې ادبي لښکر " خال" د سيوري لاندې د کلچر ډاريکټريټ په هال کښې يو خوندوره د رنګونو ډکه ادبي دستوره وکړه - تلاوت قرآن پاک نه روستو د تنظيم چيرمين قدرمنې کلثوم زيب چې د ړومبي نشست نظامت کولو ميلمنو ته هرکلې ووې او د خپل تنظيم اغراض ومقاصد بيان
کړل هغې اووې چې خوېندې ادبي لښکر " خال " د پښتنو ميرمنو ليکوالو شاعرانو داسې تنظيم چې په خپله غيږه کښې پښتنو سړو ليکوال شاعرانو ته د عزت مقام ورکړې دے کلثوم زيب اويل سړي زمونږ ميړونه ، وروڼه , او زامن دي -مونږ په ګډه د خپلې ژبې ادب کلتور د ودې دپاره هم ددې تنظيم د سيوري لاندې کار کوو - د کلثوم د خبرو روستو ښاغلي نورالامين يوسفزي , اباسين يوسفزي , ډاکټر سهيل , کامريډ انور زيب د محترمې زيتوبانو ,سلمه شاهين , سليم راز ,رحمت شاه سايل , هميش خليل او د نورو ايوارډ اغستونکو په ژوند فن شخصيت ويناګانې وکړې او دوي ته يي خيراج وړاندې کړه - روستو استادخيال محمد , زيتون بانو ,سليم راز,استاد احمدګل ,سلمي شاهين ,مرتضي خان شاهين ,نورالامين يوسفزي,اقبال حسين افکار ,اباسين يوسفزي , رحمت شاه سايل, او هميش خليل صيب ته د هغوي په علمي ,ادبي , کلتوري خدماتو د اعتراف او خيراج په توګه ايوارډونه ورکړلې شو ايوارډونه د محترم سليم راز, زيتون بانو , مرتضي خان شاهين ,او عبدالسبحان په نوم ايوارډونه تقسيم کړل - په دې موقعه زيبا افريدي ,سيما افريدي ,زرمينه بي بي ,نرګس ادا ,فرزانه رسول صنم يوسفزئ - ناز پرور ناز,نورين شمع ,مسکان خټک ,نورين امان شمع ,زاهده تنها ,ډاکټر روشن کليم ,عطيه عنايت الله , اکبر هوتي بريښنا شهزاد ,او نورو ته سندونه ورکړې شو - د ماسپخين له مانځه او خوړې روستو مشاعره وشوه چې صدارت يي محترم سرور خټک کولو مشر ميلمانه پخواني صوبايي وزير شاعر اديب او دانشور ښاغلے عبدالسبحان خان وه اعزازي ميلمه د دمرکزي خوشحال اد بي جرګې اکوړه خټک عمومي سکتر ښاغلے خان محمد تنها اعزازي ميلمه وه په مشاعره کې د پيښور د مقامي شاعرانو سره د مردان ,چارسده,اسلام آباد ,صوابې ,ملاکنډ , کواټ ,ټل ګڼ شمير شاعرانو خپل خپل کلامونه واورول - د مشاعرې صدر او مشر ميلمه د خوېندې ادبي لښکر " خال " دا هڅه وستايله او خيراج يي وړاندې کړو د مشاعرې نظامت زاهده تنها ,فرزانه يوسفزئ ,مسکان خټک او زيبا افريدۍ تر سره کړه
په يوولس سهارشروع شوې دستوره په 4 بجې سرته ورسيده
ادبي دستوره ,ايوارډونه او مشاعره
Reviewed by qalamkar1
on
April 07, 2018
Rating: 5
Reviewed by qalamkar1
on
April 07, 2018
Rating: 5

No comments