Breaking News

باران,طوفان,پښتون کوټ اومشاعره



(سیدصابر شاہ صابر)
پرون کشرانو کامران خليل , شاه حسېن باچا, عباس شاه عابد.ډاکټر نثار ګنډاپور , سيف الله ,احدرهبر , داودشاه او الهام امام سم د سحر نه د " پښتون کوټ " (تهکال پېښور) بره چت لکه د ناوے ښائيسته کړے وو ,غټ غټ راډونه ,مشالونه , ګملې ,قناتونه او قطارونه قطارونه واړۀ واړۀ رنګين مرچکي يې ځړولي وو او دا ځکه چې نن ماښام د دوئ دخپلې مور او کور خپلې سردارې او سالارې ژبې" پښتو" مشاعره او يوه درنه و غوړه عشائيه وه خو د بنده او الله پاک ارادې يو نۀ وي چې په بره چت مو څنګه د ماښام جمع اوکړه نو يو د شړق باران او ورسره سيلۍ شروع شوه څۀ ميلمانۀ رارسيدلي وو او څۀ يې په لارو کښې ګېر کړل خو د پښتود شها د جنون ورو لارې څوک نۀ شي نيوے او بيا دے لږې ډېرې شيبې خو د پښتون کوټ د ګلابونو ديو هفتې دوړژنې څهرې ايله اووينزلې مونږ چې څومره ميلمانۀ رابللي وو د دوه څلورو ملګريو نه پرته نورو ټولو ځانونه راؤرسول , مشاعره مو اوکړه او دے هوا دے شېبې دے څاڅکو دغې مشاعرې ته نوې يخه تازګي ورکړه ,,,,,,,,, " "دصابرد رڼا ملګري تحريک " د بيګانۍ مشاعرې صدارت نوموړي محقق او زما خوږ ملګري پروفېسريار محمد مغموم خټک اوکړو او مشران ميلمانۀ يې قدرمن يوسف خان اورکزے , د مسلم سټوډنس فېډريشن صوبائي صدرزلمے حېدر باچا ,ناظم ګل بشر خليل او عثمان خټک وو , د کوربه په ګهدۍ زه ( صابرشاه صابر ) ناست ووم او د نظامت فرايض يې زما نازولي عباس شاه عابد ترسره کړل په دے مشاعره کښې د نورو ډېرو ملګريو او بره زکر شؤو قدرمنو نه علاوه دغو لاندې غيزمنو برخه واخسته
احد امين رهبر , شهاب بنوسي , صفدر علي صفدر , طارق خليل , س ش عادل , کامران خليل , وقاص وطن , مفتي هدايت الله افريدي , حضرت نسيم الله حقاني , هدايت الله خليل , شاه حسېن باچا , ليوال مومند , اصف هادي , داود دانا , الهام امام او جمال خليل د شپې لس بجې دا مشاعره په يوه درنه ميلمستيا او دے اعلان ختمه شوه چې "د رڼا ملګرو راروان لوے تقريب به د ځوان محقق طارق خليل د "تاريخ تهکال " مخ کتنه وي چې ډېر زر به د پېښور په کم لوے هال کښې منعقد کېږي انشاء الله

No comments