Breaking News

چا کړه چام کښ راته ګډه په شرابو کښ خندا



يو به ټول عمر نالان وى ؛ اوږې تږې پريشان وى
يو نيازبين به په بخملو ؛ بل به پروت په بيابان وى

يو به تريخ د سپې غپار کا ؛ بل خواړل به لکه مار کا
يو به خکلې ښاپيرې وى ؛ بل به باوؤى تورابان وى
ملا جان وائې اې ربه ؛ د هر خون ته زمه وار يه
دا ټول ظلم تا ليکلې ؛ ستا د ګوتو دا آزار دې
دا بې رحمه آفتونه ؛ دا بې ځايه رحمتونه
د حسين په مرى تورا ؛ او يزيد د ملک سردار دې
ملا جان وائې تا ايښې په اسمان کښ يو کتاب دې
چه هغې کښې تا ليکلې هر آدام له هر يو کار دې
نو چه داسې انتظام نو زما منصفه خدايه
ما نه څه له کښ تپوس ؛ نه مه واک نه مه اختيار دې
ما کښ دومره طاقت کوم دې چه ستا ليک د آبد وران کړم
ته د زرو زورو خان ئې زه بې وسه خوار غلام
که زه خاندم که زه ژاړم ؛ ستا يو ټکې نه بدليږى
دا بتان دې ستا د ګوتو دا کفرونه ستا الهام
دا حساب کتاب به څنګ وې ؛ دا تپوس جواب د څه شى
هر ګلاس چه دې ما سکلې ستا د ګوتو وو اکرام
ملاجان وائې ساقى هم د تقدير د ګوتو جوړ دې
ملاجان وائې دا خيشت هم تا جوړ کړې دې تمام
نو چه زه د ساقى سترګو ستا له کوره ځان له بوتلم
تا کړه سپينه راوچته په آسمان ماه ګلفام
چا زه ښکيل کړمه په دام کښې د سرور او رڼا
چا کړه چام کښ راته ګډه په شرابو کښ خندا
او هغه راته روښانه سپينه شمع بليدله
زه جلبل لکه پتنګ شوم ؛ د دې شمع په لمبه
دا به ته په کوم قانون کښ راکوې ماله سزا
تا آسمان کښ بره ليک کړه ؛ او ما اوکړ په دنيا
چه اختيار نه وى جانانه څه ګناه د چا ګناه
راته خکارى ملاجان چرته تلې دې خطا
که قانون وې که رواج وې که منطق که فلسفه
دا ګناه خو اې تقديره ټوله ستا راوخته
که اختيار وې ګنهګار يم که اختيار نې ګناه کم دى
دا هو لاس د برى کار دې ته به هر څه کښ تکړه
وايا وايا ملاجانه که اختيار راځى قسمت ځى
د قسمت سره دې واړه آرامونه او راحت ځى
د تندى ليکې روک شى بس سړې د ځان مالک شى
که په باغ کښ د آرام ځى که په لار د مصيبت ځى
بيا کيدى شى حسابونه د جزا د ثوابونو
هر سړى په ښه په بده په خئل وس په طبيعت ځى
هو قصه چه د قسمت شى ملاجانه زه برى شوم
تل به ځم په هغه لاره چه په کمه مه قسمت ځى
زه موټر هغه ډرئيور دى ؛ ځم په کمه چه م بيائې
که جمات که ميخانه وى ؛ که په دمه که صحرا ئې
که موټر کنده کښ پريوزى نو ګناه د موټر نه ده
دا چه هر قسمه سزا ئې د ډرئيور سره ښه ښائې
که ګناه ده که ثواب دى ؛ زه په دواړو کښ بې وسه
ملاجانه دا کتاب د خو څه برغې ژبې وائى
زه بې وسه ګناه اوکړم ؛ بل بې وسه ثواب اوکړى
په دې دواړو کښ به کم يو ؛ قسمت سور دوزخ له بيائې
زما بوتله خو سروپ جفا دا دغه بل کښ لا ځاې شته دى
دې جهان کښ خو به ئې عمر ښه تير کړى په خندا ئى
ما د يو بې واکه اوره بيا ئې بل بې واکه اور ته
بيا دا سا هو يو غضب دې که دا بيه د دې سا ئى
ستا کتاب په دې کښ څه وې ؛ لږ مه پوى که ملاجانه
يا خو راشه ګوډ شورع که ؛ قلار کښينه د آسمانه
يا خو تله مله نه دا ؛ جمات کږه ډينګرى ده
يا خو تا څه اکو بکو ايجات کړى دې د ځانه
وران او سم د بل د لاس دى که دا ورانه که ودانه
اور او درد او ښاماران به چاپيره وې زما نه

2 comments:

  1. اے خدا عقل را
    اے خدا پوھہ را
    زڑگی مضبوط را
    او سینہ لویا

    ReplyDelete
  2. کہ غیرت نہ راکوی
    کہ غیرت نہ راکوی
    غیرتی رور را

    ReplyDelete