د " تاريخ تهکال " مخ کتنه
( سيد صابرشاه صابر)
په خانه فرهنک پېښور صدر کښې " د صابر د رڼا ملګري تحريک " د سيوري لاندې د تپه خليلو د ځوان , شاعر , اديب او محقق طارق خان خليل د انتهائي اهم او ضخيم کتاب " تاريخ تهکال " د مخ کتنې يو عظيم الشان تقريب مازيګر مال اوشو , د تقريب د پاره زما ګرانوکشرانواو د پښتودمينې د رڼا ملګرو کامران خليل , س ش عادل , عباس شاه عابد , ډاکټر نثار ګنډاپور , واجد ودان خليل , امير صيب شاه حسېن باچا ,الهام شاه امام , داوددانا , احد امين رهبر , انور مولانا سميع الحق , وقاص وطن , هدايت الله خليل , او اياز جمال خانخيل دخانه فرهنګ دتقريب هال او بهر د ميلمستيا چمن د شپې نه لکه د ناوے ښآئيسته کړے وو دتاريخ تهکال دا ډېر لوے علمي تقريب دکچه مازيکر درے نيمو بجو نه تر ماښام اوؤ بجو پورې اوغزيدو خو بيا هم ټول مقاله نکاران او نظم ويونکي خو څۀ چې په سټيج ناست ډېر معتبر ليکوال هم د تاثراتو نه محرومه پاتې شول د تقريب د نظامت فرائيض زما خوږ دوست او د سوات رنګباره شاعر ظفر علي ناز تر سره کړل هغۀ اول زۀ سټيج ته راوغوښتم او ماته يې د تقريب د مشر کوربه کرسۍ اوسپارله بيا يې د دے ډير اهم تقريب د صدارت دستار د ډاکټر اباسين يوسفزي په سر کيخودو او هم دغسې خصوصي ميلمه د عيزت نه ډکه کرسۍ يې دا وخت په پښتونخوا کښې زمونږ "د لوے کور " لخوا ناست افغان کونسل جنرل پوهنمل استاد محمد معين مرستيال صيب ته اوسپارله چونکې په دے تقريب کښې د پښتونخواد هرې تپې نه مشرانو ليکوالانو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے وو نو د دغه هرې سيمې يويو مشر ليکوال يې د خپلې خاورې د نمائيندکۍ په توګه د اعزازي ميلمنو په توګه په سټيج کينولو لکه پروفيسر قاسم محمود , ډاکټر يار محمد مغموم خټک , لائق زاده لائق , نقيب الله احساس, ډاکټرچراغ حسېن شاه , پروفيسر اسير منګل , حاجي نوشيروان عادل , تاج آمر , ارباب فضل الروف خان , او ارباب طاهر خان خليل,,,,, اول مو په رنګينو پنو کښې بند د تاريخ تهکال مخ کتنه اوکړه بيا مو طارق خليل او د دے تقريب تعاواني ملاتړ ارباب فضل الروف خان ته د درناوي پټکي په سرونو کيخول او بيا سټيج سکرټري ناز صيب اعلان اوکړو چې اوس هغه ملګري رشئ چا چې د تاريخ تهکال ځوان محقق له تحفې او د.کلابونو اميلونه راوړي دي او بيا په سټيح دومره رش جوړ شو چې د سترګو رپ کښې دطارق خليل او سټيج ناستو ميلمنو غاړې د اميلونو ډکې شوې ,
واه زما سردارې او سالارې " پښتو " تاله چې څوک " عيزت " درکړي تۀ هغوئ له څومره زر خپله بدله خلاصوې !!!!
واه زما سردارې او سالارې " پښتو " تاله چې څوک " عيزت " درکړي تۀ هغوئ له څومره زر خپله بدله خلاصوې !!!!



No comments