د کندوز د شہید قیصہ
(لیکوال: اقبال اوباش)
په کندوز کې د شهید شوي حافظ اسماعیل پلار خپله کيسه داسې کوي!
.
زۀ په هند کي وم، هلته مي یو کوچنی کار نښلولی، ادې مي ډیر خواستونه کول چي د خپل بچي دستار فضیلت ته خامخا راشه، خپل ټول مصروفیات مي د ادې په غوښتنه پريښودلو، د دستار فضیلت د غونډې په شپه کور ته راورسیدلم، د ماسختن اته نیمي بجې وې، مور مي له اندازې زیاته خوشحاله سوه، ما د خپل حافظ بچي پوښتنه وکړه. کور کې یې راته و ویل هغه استاذانو یوه ورځ مخکي غوښتی و، ځکه مدرسې ته زموږ له کوره تقریباً د درې نیمو ساعتونو لار ده، نو احتیاطاً مو له خپل اکا سره ولیږلو، هغه هم هلته په مدرسه کي شپه ورسره کوي، تۀ به سهار وختي له نورو کلیوالو سره ولاړ سې، تر څو د دستار فضیلت په منوره غونډه کي برخه واخلې.
.
زۀ په هند کي وم، هلته مي یو کوچنی کار نښلولی، ادې مي ډیر خواستونه کول چي د خپل بچي دستار فضیلت ته خامخا راشه، خپل ټول مصروفیات مي د ادې په غوښتنه پريښودلو، د دستار فضیلت د غونډې په شپه کور ته راورسیدلم، د ماسختن اته نیمي بجې وې، مور مي له اندازې زیاته خوشحاله سوه، ما د خپل حافظ بچي پوښتنه وکړه. کور کې یې راته و ویل هغه استاذانو یوه ورځ مخکي غوښتی و، ځکه مدرسې ته زموږ له کوره تقریباً د درې نیمو ساعتونو لار ده، نو احتیاطاً مو له خپل اکا سره ولیږلو، هغه هم هلته په مدرسه کي شپه ورسره کوي، تۀ به سهار وختي له نورو کلیوالو سره ولاړ سې، تر څو د دستار فضیلت په منوره غونډه کي برخه واخلې.
ادې خوارکۍ زما ثمینې (لور) ته ویل ورسه هغه هارونه او ګلان دې پلار ته را واخله. ھغه په منډه ولاړه اندازاً یو لس دانې د غاړې هارونه یي راوړه. ماول ادې دونه ډېر مو څه کول؟ ویل یې دوه دانې تۀ درسره سهار واخله، او دا پاته به موږ یو یو را واخلو چې تاسو راسئ موږ به یي د لالي غاړې ته واچوو.
ما مي ادې ته ویل : تۀ یې راته خوښ کړه، یو د پیسو او بل د ګلانو هار یي راته خوښ کړو. ادې مي راته کړه بوټونه دې ورته راوړي؟
ما ویل هو ادې. ویل یې سهار به ډېر کوشش کوې چي وختي ورسېږې، بوټونه یې زاړۀ و.
زۀ ستړی وم خو زیات خوښ وم، تر سهاره مي خوب نه دی کړی سهار وختي د اذان په وخت مو د کلیوالو ګاډی د کور مخي ته ودرولو. ویل یې لمونځ به لار کي وکړو، هسي نه چي ناوخته سی .زما مور کوچنۍ شیشه عطر راکړو وای دا هم د لالي څخه پاته سوي.
آه زما مور څومره خوښه وه. موږ حرکت وکړو، له نیم ساعت سفر نه وروسته مو د سهار لمونځونه وکړو.
بیا مو سفر پیل کړو، لږ وړاندې زما د بچي د ماماګانو کور و، هلته مو د سهار د چایو په نیت نوک ونیولو، له چايو نه وروسته زما خسر او د هلک ماما هم راسره روان سو، داسي نیم ساعت مزل به مو لا نۀ و کړی چي موټر راخراب سو، دا چي موږ ورسره نابلده و خو بیا هم کوشش مو زیات وکړو آخر مو موټر په بل موټر پسي زنځیر کړو، بیرته شاته زما خسرګنۍ خواته راغلو هلته مو یو مستري پیدا کړو هغه لګیا سو.
دلته ماته خپل بچي زنګونه شروع کړل: بابا څه وخت رارسیږئ؟ بابا څه وسو؟
ورور مي زښته تلوسه وه، خو دا چي د الله جل جلاله اراده بل شی وه، تر یوو لسو بجو موټر تیار سو، ماته مي کلیوالو څو وارې وویل چي تۀ به بل موټروان سره ولاړ سې، موږ به پسي درسو خو ما ویل دوی دومره قرباني او احترام راته کړی نو یو ځای به ځو، خیر روان سوو.
زوی مي بیا زنګ راکړ چې بابا زۀ درې یم نمبر یم زما نمرې ۹۱دي، مبارک شه زویه دا مې ورته و ویل خو تلیفون قطع سو.
دا هغه وخت دی چي په دوی بمبار شروع سوی و. (دې ځاي کي د تنکي حافظ پلار په زوره زوره چيغې وکړې) له سلګیو وروسته وای موږ نو ور روان یو. مدرسې ته پاوکم یو ساعت وروسته له دې آخري زنګ موږ ورسیدلو.
خلک یوې او بلي خواته منډي وهي، فضا خړه پړه ده، سپینګیري او ځوانان ټول غریو نیولي دي، د یو څو کورونو په دروازو کي سپین سرې ولاړې دي ژاړي او د آسمان خواته ګوري. ما د موټر ډریور ته ویل دا څه دي لار مو غلطه کړه که څه دي. ھغه ویل صبر پوښتنه کوو، له یوو ځوان نه مو وپوښتل دا څه دي او مدرسه هاشمیه همدې خواته ده؟
ځوان ویل تاسو خبر نه یاست مدرسه خو یې بمبار کړه او نور یې ستوني کي غږ ورک سو، خو زۀ پوه نه سوم چي څنګه د مدرسې انګړ ته ورسیدلم، اخ اوباش وروره قیامت و قیامت! ما د قرآن کریم پاڼي په سرو وینو ولیدلې، پګړۍ په وینو کي لت پت وې، سپیني خولۍ خورې ورې وې، د مدرسې اړوند کلیوال په زخمیانو او شهیدانو لګیا وو، دې خوا ها خوا یې سره زغلول. ماته به چي څوک په مخه راتلل ما به ترې د خپل زوی پوښتنه کوله او ورسره شهید تنکی به مي کتلو چي زما زوی خو به نۀ وي. د ورور ګوشۍ مي خاموشه وه، ما به کله ګوشۍ ته لاس کړو کله به مي د یو شهید پټ مخ لوڅ کړو، د پنډال په منځ کي څو تنکي ماشومان په وینو لت پت لکه ګلان پراته وو،
ما مې پکې خپل زوی له اندامونو څخه وپېژندلو، هار یې غاړي ته نه ورلویدلو زما د بچې سر نۀ و، ما مي ځان کنټرول نکړلای سو، یوه چیغه مي وکړه، آه مورکۍ ستا هغه لس هارونه خو پاته سول، شهید دې وای خو د مورکۍ هغه ارمان چي ویل یې غاړې ته یې هارونه اچوم نه وای پاته. راسره ملګرو مي زما زوی سره برابر کړو، په ورور پسي وګرځېدلم چي هغه پیدا کړم، خو پیدا مي نه کړو، له ډېره ځنډه وروسته د مدرسې د ادارې لخوا تحقیق وسو چي هغه بې هوشه سوی په شفاخانه کې دی. یو کس هغه پسي ولاړ. موږ د شهید له تنکي جسد سره کور خواته را روان سوو، مازدیګر لمونځ قضا مې مور ته ډیری ملایان مرکه کړه او د صبر خواست مو وکړو چي د ګلانو هارونه دې د خپل ګران لمسي په تابوت کېږده، نور موږ و تابوت سره پرېږده. دا چي مورکۍ مي ټوله ورځ به ولاړه تېره کړې وه، کله به بام ته ختله، کله به یې په دروازه کې انتظار کولو، نو ډېره بې سېکه وه، دومره سخت یې وژړل چې راغلي ملایان او قریبان یې ټول وژړول.
خو ما بیا هم تسلي ورکوله، ورته ویل مې که موټر خراب نه وای نن به زۀ هم شهید سوی وای، دې یوو شهید موږ ټولو ته ژوند بښلی زموږ شفاعت به کوي. دا مې ادې ته تسلي ورکوله، خو اوباش وروره زما به هیڅکله دا دروند غم هیر نه سي، ما خپل زوی دوه کاله وروسته سر پرې سوی ولیدلو، ما چې هر څومره کوشش کولو چي زوی مې په مخ ښکل کړم، یا يې په سر ښکل کړم خو ونه شو، مجبورًا مي مات مات لاسونه ورښکل کړل، حال دا چي زۀ له کوره وتلم همدې بچي مي لاسونه راته ښکل کړي و.
دې مظلوم په سلګیو سلګیو خپل داستان بیان کړو، په آخر کي یې ویل دې څو سپین پټکیو ته مي امید شته چي زموږ د ګلابونو غچ به واخلي نور نو سړي دلته نشته ټول زنانه دي.
پای تاسو او اوښکي او دعاګاني!
شهید ..
حافظ اسماعیل
پلار خیال محمد
ځای کندوز مرکز ته نزدې
پای تاسو او اوښکي او دعاګاني!
شهید ..
حافظ اسماعیل
پلار خیال محمد
ځای کندوز مرکز ته نزدې

No comments