هسې نارې رو رو ګرمیږي خدایا خیر!
( لیک: محمدارشدخان)
مونږ وئیل ده وزیرستان ده غم ځپلو خلکو نه یو څو درمند او زیرک ځوانان راوتلي دي ده فاټا او پښتونخوا سره سره ده نور پاکستان ده محروم اولس او ده امریکې ده دهشتګردۍ خلاف ده جنګ په نوم په مونږ مسلط شوي فساد کښې ده دهشتګردو او فوج مینځ کښې چقنړي شوي خلکو له به اواز پیدا شي ځکه چې په نوم جمهوري حکومتونه او سیاسي ګوندونه خو یا غله دي او یا قوم فروش او وطن دشمن- مونږ وئیل چې بیا به پښتانه ده ټول پاکستان ده او سیمې ده غریب اولس راویښودو مشري تر لاسه کړي او ده دې څو ځوانانو سره په ده پښتونخوا او بیا ده ټول ملک پوهان، هنرمند، او نِنګیالي اودیږي او هغه سحر به راشي چې سیاستمارانو را نه وستې شو-خو هغه متل دې چې ده خر په تندي کښې ده محراب ځائې نشته! افسوس چې دا موقعه هم ده پښتنو په سیمه ده لراوبر او افغانیت به نوم لګیدلي ده جهالت مرض ضائع کړه چې جراثیم یې په شمیر په وړو کښې ده مالګې برابر دي خو اثر یې ده زهرو دې- دې مرض موجوده افغانستان ده انګریز ده لاسه په ۱۸۷۹ ده خپل قیام نه راواخله تر نَنه پورې یا ده ګداګي امیرانو او یا ده خارجي قبضې ده غلامي نه لاندې هم ده ۵۰۰۰ کلیز ده استقلال ده تاریخ ده دروغو په نشه کښې ده ازادۍ او پت په وهم او خيالي تورمخي دالخور پنجاپي په دښمنۍ کښې اخته ساتلې او نَن حال دا دې چې په نړۍ کښې افغانستان واحد هیواد دې چې ده امریکې سره ده ۴۰ نورو ملکونه ده کفالت ده لاندې ده هغه طالبانو سره ده روغې خواست کوي چې ورته ده پنجابي مزدوران واۍ او ده خواوشا یو ټریلین ډالر برابر چه ده نړئ په تاریخ کښې ده ټولو نه زیات خارجي امداد دې خرچې نه باوجود ده دې ملي اردو ده صرف کابل ده کوتوالۍ جوګه هم نه ده او نه یې یو افغانې مهاجر په کور کړو، نه یې یو وران شوې کلې اباد کړو او نه یې ده شوروي روس ده وخت ده پلي چرخي جیل په شان ده امریکې ده بګرام غوندې عقوبت خانې بندې کړي چې په زرګونو پښتانه پکښې ورک شو او نه یې ده طالب نه او ده دوستم په شان ده فسادي سرلښکرو نه ځان خلاص کړو او افغانیان ورونه لګیا دي ده پښتون مارچ ده رهبرانو ده په مبارزه کښې ملاتړ کوي چې ده پښتونخوا پښتون ده "پنجاب ده غلامي" نه خلاص کړي او ده پاکستان فوج سره حساب کتاب اوکړي چې طالب ولې ورک نه شو او افغانستان ته ولې تښتیدلې او ده پښتو په وطن اپریشن ولې دې- ده هغه لوې افغانستان په تکل کښې چې په تاریخ کښې یې یو ورځ هم وجود نه دې لرلې او ده هغه تورمخې رنجیت سنګ دالخور اولاد پاکستان په دشمني کښې چه ده سره وجود نه لري خپل وطن ځويې لوټې لوتې کړو او ده ګیا خور هندو په کفالت کښې ېې ورکړو خو بيا هم ځان ده احمد شاه بابا وارث بولي او په پختونخواه کښې ده منظور پشتین ده تحریک په شان ده بشري حقوقو ده بیدارۍ تحریکونه هم سر ته رسیدو ته نه پریږدي- په پاکستان کښې ده دې مرض جراثيم په باچاخانیت نومي افغان پرسته جعلي قام پرستۍ کښې دي چي ده هند پرسته ديسي لبرلزم څانګه ده او پاکستان خو پريږده باطل صحيح ده پښتنو نه علاوه ده عقل هم دشمنان دي او واۍ چې عقل یې کم يي نو تل یې په کور غم يي-
د ډیوه ریډیو او بي بي سي پښتو ده خپرونوافغانیان او باچا خانیان وړاندیز کوونکي انختي دي ده پښتون مارچ ده رهبرانو سره په مبازره کښې ده مرستې په نوم خپلې نارې سورې وهي او ده کابل، دهلي او واشنګټن سرکاري نظر وړاندې کوي- په فیس بک ده باچا خانیانو ده "پښتون ټائمر" په نوم چینل ده فرحت تاج انډرسن غوندې مستندو دروغجنو او پروپیګنډه بازو نه علاوه ده تاریک فتح غوندې ذهني رنځوران او مسلمان دشمنه خائنان ده مارچ مرستې له رغواړي ده چا ده بادو په اواز پسې چې هم ده عقل خاوند نه خاندي او ګیله کوي چې ده پاکستان میډیا ده مارچ نه بائیکاټ کړې- باچا خانیان او لرابریان ېي په تقریرنو کښې ده فساد، بيروني بې بنياده پروپيګنډې او انتشار نارې وهې او واۍ پښتانه ټول ده پنجاب ګلخانان دي زمونږ مرسته نه کوي- خانه چې داسې هر پاکستانې پښتون ګل خان کوۍ نو بیا مو دا مبازره هم ده چائې په پیالۍ کښې ده ګلمرجانانو ده طوفان نه مخکښې نه شي تلې-
هسې نارې رو رو ګرمیږي- لکه څنګه چې اول حامد کرزۍ ده ائ ایس ائ وظیفه خور وو او پاکستان ده فرنګي رنجیت سنګې پیداوار او ده امریکې ده غلامۍ نه لاندې ده ستر هند او لوۍ افغانستان خلاف سازش- بیا چې کرزې په امریکني ټینک ناست ده کابل کوتوال شو او ده هندو سره یې انډیوالي شورع کړه نو ده خوشحال توریالې او ده لراوبر نَنګیال اوټاکلې شو او ده باچا خان مرید شو- بیا یې راته نیمچه فارسیوان او ده ورلډ بنک بابو اشرف غني چې پښتو زدهکړې له یې ټیوشن نیولې وو ده احمد شاه بابا جانشین کړو او مونږ ټول یې ده رنجیت سنګ اولاد او ده "لنګمار تورمخي پنجابي غلامان" او طالبان یې ده پنجاب مزدوران دغه شان نَن صبا اشرف غني ده طالبانو سره خبرو ته غاړه ایښي ده او "دهشتګردي کے پیچهے خو هسې هم وردي" نو اوس راته طالبان ده احمد شاه بابا ډائریکټ نمسي نه کړي خدایا خیر! ده دوي غول هم ګل قند او ده دوي بدزاته ببرک کارمل او بې زاته اشرف غني هم دروند پښتنون او زمویږ پنجابې ده زهې بیغیرته او پښتون بې نَنګه ګل خان- ده دوي ټوله پښتنو او په نوم قام پرستي او ترقي پسندې هسې هم ده لنګ او ټیز او تورې یا زیړې کونې نه تاویږي دغه یې ټول فکري او اخلاقي
معیار دې نو څه طالب او څه ملتې قام پرست-
لیکوال: محمدارشدخان
معیار دې نو څه طالب او څه ملتې قام پرست-
لیکوال: محمدارشدخان


No comments