ځانمرګي بريدونه او فتوي ؟
تيره ورځ کابل کي د افغانستان ديني عالمانو يو غونډه شوي وه چي پکي په افغانستان او ټوله نړۍ کي ځانمرګي بريدونه حرام بلل شوي او دا ي بيخي غير اسلامي عمل منلے دے. هم داسي يوه لويه غونډه څو ورځي وړاندي په اسلام آباد کي هم شوي وه چي په سوونو علاو پکي ګډون کړے وو او هم داسي فتوې ي جاري کړي وه چي خودکشه حملي اسلام کي ناروا او حرامي دي ځکه چي د يو ګنانګار انسان وژلو اختيار بل انسان سره نشته نو د بي ګناه خلقو د وژلو واک چرت شته .هلته کابل کي علماو دا هم زياته کړي ده چي د داعش او طالبانو په نوم چي کومي ډلي افغانستان کي بے ګناه خلق وژني دا بيخي د اسلام نه غير عمل دے.د کابل د علماو د دغه فتوي نه روستو د افغان علماو شوري مشر عبدالقادر قانت غونډي ته ويلي وو چي د پاکستان علامو صرف پاکستان کي ځانمرګي بريدونه حرام بللي وو چي سمه خبره نه وه بلکه په ټوله نړۍ کي دا قسمه حملي په مسلمانانو کو حرام او ګناه کبيره ده. دلته سوال دا پيدا کيږي چي د کابل او اسلام آباد د علماو غونډو ته ضرورت څنګه پيښ شو ځکه چي دا جنګ چي هم ورته جهاد وائي او هم ورته دهشت ګردي د تيرو پنځلسو کالو نه شروع دے او تر دي وخته پکي په لکونو خلق وژل شوي دي نو آيا مخکي دا قسمه حملي کول جائز وو ؟ او دغه علما ولي چپ وو ؟ هم ددغه عالمانو د خاموشۍ له وجي دومره اوږده جګړه وچليده او بي شماره بي ګناه خلق پکي اووژل شو که دي علماو هغه وخت داسي فتوي جاري کړے وے نو دومره نقصان به نه کيدو.ځکه دغه ډلو ته هم د ځنو علماو مرسته او تائيد حاصل وو ځکه خو ي ورته جهاد وئيلي. اوس هم لويه خبره ده چي علماو دا فتوي جاري کړي خو ضرورت ددي خبري دے چي په داعش،طالبان او حقاني وغيره ډلو کي هم داسي خلق شته چي ځان ته ددين عالمان او پوهان وائي ددوي سره د علماو د لاري خبري وشي او دا خوني جنګ نور ختم شي ځکه چي ټرمپ خو طالبانو سره خبرو ته تيار نه دے نو بائيد دغه ديني عالمان دا فريضه ادا کړي او نوره دا سيمه د جنګ او قتلونو نه وژغوري او امن ته لاره .سمه کړي،.
No comments