Breaking News

عسکر صېب حقیقت ویلی؟





دتصویر بل مخ
بہ شکریہ زاہد آفریدی )ــــــــــــ)

په تېرو ورځو کښې په کراچۍ ښار کښې دنقیب مسید قتل وشوو چی هرچا ئې غندنه وکړه او لازمه هم وه اول خو داسې ګونګوسي وه چې دا قتل ریاستي ادارو وکړو خو چې کله اصل حقائق مخې ته راغلل نو داقتل دیو څو کسانو ذاتي ناوړه عمل وو شهادت ئې قبول شه هغه خبره ئې رښتیا کړه چې دشهید مرګ دقام حیات وي تس نس دغفلت په خوب اودۀ پښتون قام ئې راویخ کړو او دنوی ژوند او اتفاق غرونې ئې وکړې په اسلام اباد کښې ټول پښتون اولس پرلت اووهلو نورې ګټې ئې وکړې اوکنه خو دوه ګټې ئې ښکاره وکړې اوله داچې دتېرو څو لسیزو نه پښتون اولس دکومې یرې په پنجره کښې بند وو هغه ماته شوه بله ګټه داچې دڅو کالونه ورک کم ازکم ترسلو کسانو پورې خپلو کورونو ته راغلل چې ډېره لویه دخوشحالۍ خبره ده نورې وعدې ورسره هم شوې دي وخت به ثابته کړي چې پوره کېږي اوکنه ورپسې بیا هم په هغه کراچۍ کښې داحمدشاه قتل دنامعلومه وجوهاتو په بنا د نامعلومه کسانو دلاسه وشوو چی بیا هم ګوته ریاستي ادارو ته نیولے کېږي اوس دنقیب شهید نیزدې ملګرے افتاب هم داسې قتل کړې شوو اوس هم ګوته خلق ریاستي ادارو ته نیسي دنقیب خو قاتلان معلوم دي خو زما په خپل شخصي نظر د احمدشاه باجوړي او افتاب مسید قتل د ریاستي ادارو کار نه دې دلیل مې دادې چې په دغه ادارو کښې ډېر منظم نیټ ورک او تجربه کار خلق کار کوي په داسې حالاتو کښې چې دپښتون اولس نه تیارې سرې مچۍ جوړې دي نو بل ګوزار کول به څنګه د دومره تجربه کارو خلقو کار وي ځکه چې داحمد شاه یا افتاب قتل خو ورته کال یا دوه پس هم څه ګران کار نه وو نو بیا به څنګه دوئي د نیم مړشوي اورته لمن اووهي زما خپل دانظر دې چې کله مشرف په قبائیلي سیمو کښې داپریشن ابتدا کوله نو دباجوړنه ېې وکړه چې اخر کار دالړۍ وزیرستان ته ورسیده اوس که مونږ لګ ورته ځیر شوو نو احمد شاه دباجوړ او افتاب د وزیرستان دې یو طرف دباجوړ نه شور راوچتول او بل طرف د وزیرستان نه خلق راپارول چې د دواړو علاقو تر منځ ټوله قبائیلي سیمه په شمول دخیبر پښتونخوا پرته ده او مرکز ئې پېښور دې دا ټول اولس سره مرکز ته راجمع کول او یو منظم او غیر شورش ذده او په امن تحریک په شر او فساد بدلول دچا کار کېدے شي د وطن دوښمنه خلقو کیدے شي د وطن دوسته خلقو نه شي کېدے دا داسې په منظمه طریقه دخلقو په جذباتو ګوزارونه دي لکه څنګه چې په اور دتیلو اچولو عمل وي ځکه چې داسې نعرې هم وهلې شوې چې دنجیب نه تر نقیبه داچی کومه دهشت ګردي ده د دې شاته وردي ده وغیره وغیره غرض مې دادې چې زمونږپه ګاونډ کښې دایران او انډیا غوندې مکار دوښمنان شتون لري بل طرف په افغان پاکه خاوره دامریکې غوندې نجس پراته دي بل طرف زمونږ زوړ بدخوا روس هم راته نیت نه دې ښه اګر که په حال کښې د دوستۍ لاس راکړې دې خو دماضي هغه ګوزار چې کوم پرې مونږ کړې وو او دچا داخیال وي چی هغه به دروس هیر وي نو زما په خیال چې سیاسي بصیرت او عقلي بلوغت نه دې اصل خبره داده چې داکوم منظم تحریک دپښتون اولس د حقوقو دپاره په پرامن طریقه روان دې چې دې ته نقصان ونه رسی چې دازمونږ نه په شر او فساد بدل نه شي دالیکشن وخت هم نیزدې دې دهرې پارټۍ به خپل خپل سیاسي مقاصد او مفادات وي خو مونږ ته د ډېر سیاسي بصیرت دور اندیشۍ سوچ صبر وتحمل او مشورې نه کار اخستل پکار دي نور چې چرته هم بې ګناه قتل دهرچا کېږي نو مذمت ئې کوو خو هره یوه خبره صرف دخپل ریاست په ادارو هم ورتپل دوخت تقاضا نه ده بلکې دهر کیس نوعیت او طریقه واردات ته هم کتل پکار دي

No comments