نور پښتون د ځان د مستقبل په رازپوهيږي
غزل
(مرادلايق)
دا چـــې د ګولــــيو بارانونــه پرې وريــږي
دل که پښتانه کړي خو بياهم به يوځاى کيږي
دل که پښتانه کړي خو بياهم به يوځاى کيږي
هر نفرت ،افت رانازل شوى په دې خاوره دى
هرسحر او هر ماښام په سرو وينو لمبيږي
هرسحر او هر ماښام په سرو وينو لمبيږي
سر باندې منګول راښخه کړې راج دجبر ده
خود به الفتونه مو په دار باندې ځړيږي
خود به الفتونه مو په دار باندې ځړيږي
هغه ټول ياران چې وو ماران مو د لستوڼو شول
ځکه زهر،زهرمو په رګ، رګ کې خوريږي
ځکه زهر،زهرمو په رګ، رګ کې خوريږي
سوال خو بس همدادى چې هرسوال موبې ځوابه دى
هــر ځواب ته شــل او سـل سـوال راجوړيږي
هــر ځواب ته شــل او سـل سـوال راجوړيږي
يوځلې به بيا دا اودې څړيکې رابيدارې شي
غــږ به د يو والـي راستــنيږي او لويــيږي
غــږ به د يو والـي راستــنيږي او لويــيږي
لوړ دوه قامتونه د امان او باچاخان ارواح
وياړي به چې دا پښـتون له يو بله څاريږي
وياړي به چې دا پښـتون له يو بله څاريږي
تور ،تور مداريان په دروغو تير ايستى نه شي
نور پښتون د ځان د مستقبل په رازپوهيږي
نور پښتون د ځان د مستقبل په رازپوهيږي
سر به په نغمو د محبت شي دپښتون وطن
بيا به هر ارمان تر خپل منزله ورسيږي
No comments