Breaking News

ټوپک دې نمايش له په موزيم کې اوېزان وي




غزل
(نجيب عامر)
خو شاله  دې  ليلا  وي  او  سوکاله  دې  مجنون   وي
د زړونو دې   له  زړونو  سره  ښکلى  پيوستون   وي
که   مونږ  نه   يو  پروا   نه کوي نور خلک به  راشي

همداسې  يو  سهار  به  وي  همداسې  به ژوندون  وي
ټوپک  دې  نمايش  له  په  موزيم   کې    اوېزان   وي
ارزو   لرم   وطن   کې   دې  يو  ښکلى  سباوون  وي
څېړنې   دې   د   مينې   محبت   پکې   شروع     شي
پکار   ده  په   دې  ښار  کې  يو د مينې پوهنتون  وي
باچا   دې   خير   په   نورو  ژبو  هم   کوي    خبرې
خو غواړمه چې واک دې نور په لاس کې د پښتون وي

څه   مينه   د   وطن    ده    او   څه  مينه د جانان ده
عامره   محبت  دې   بس  دا   ستا د شعر مضمون وي
2017 اګست 9
پراګ

No comments