Breaking News

عظيم پښتون ليډر،،کالو خان،،





د مغلو شهنشاه اکبر ته ماتي ورکونکے کالو خان نن د خپلو پښتنو د پاره نا اشنا دے. د اکبر بادشاه څلويښت زره سپاهيان  ،څوارلس جرنيلان سره د راجه بيربل په ملندۍ دره کي دمرګ په کنده کي غورځونکے دا عظيم سپه سالارکالو خان صف د مغلو په تاريخ کي ژوندے دے. خو د پښتنو په تاريخ کي نشته. په کال ۱۵۸۱کي چي کله اکبراعظم په پختونخوا قبضه وکړه نو د کالو خان په مشرۍ کي د يوسفزيو قبيلي سرتيرو مسلسل پنځه کاله مغلو سره جګړي وکړي.چي پکي  دواړو اړخو ته په لکونو مرګ   ژوبله واوخته او آخر د لوړي حوصلي او همت خاوند کالو خان او د يوسفزيو سردارانو ته په فروري ۱۸۸۶ د ملندرۍ په مقام کي کاميابي ترلاسه شوه.د مغلو دري لويو لښکرو چي د جنرل زين خان کوکه،راجه بيربل او ابوالفتح په قيادت کي په شپيته زره فوځ، دوه سوه توپونو او په سلګونو هاتيانو باندي مشتمل ووته زبردسته ماتي اوخوړه. د مغلو کمانډر حافي خان مطابق په دي جنګ کي د مغلو پنځوس زره فوځيان او د راجه بيربل سره څوارلس جرنيلان مړه شول. د جنګ آزادۍ دا عظيم هيرو د تيرو څلور سوه کالو نه په د خپل قوم بي حسۍ په وجه په تيارو کي ورک دے او د صوابۍ علاقه نوي کلي کي په يو زوړ او وران ويجاړ قبر کي په ابدي خوب اوده دے. پختوخوا څه چي په صوابۍ کي هم ددي عظيم سپه سالار قبر چاته معلوم نه دے.....
.

No comments