په زړه پرهر دي پښتانه پښتانه
پښتانه پښتانه
(مجاهد صابر)
لر او که بر دي پښتانه پښتانه
کډه په سر دي پښتانه پښتانه
خدايه د کوم جرم سزا راکوي
په سختو سر دي پښتانه پښتانه
بچي يتيم خويندي سر توري شولي
په زړه پرهر دي پښتانه پښتانه
د پالنګ ژوند ي په خيمو کي شولو
ډير در په در دي پښتانه پښتانه
حوصله نه بائلي که هر څنګه وي
ډير بهادر دي پښتانه پښتانه
زه مجاهد ورسره مينه لرم
پشان د غر دي پښتانه پښتانه

No comments