د پوهاندعبدالحی حبیبي ژوند ته لنډه کتنه
ـــــ★ـــــــــــــــ★ــــــــــــــــ★
تا وموږ ته وښودله د پ ښتو دا سمه لاره
ستا په توره به نازیږو د پښتو پښتونه پلاره
ـــــــــــــــــــــــ
حبیبي د عبدالحق اخندزاده زوی په خټه کاکړ او په (۱۲۸۹ش)کال د کندهار په ښار کې زیږیدلی دی،حبیبي خپل ځان د ستر عالم حبیب الله کندهاري (ابواخندزاده)نامه ته منسوبوي نوځکه ځان ته حبیبي وایي.
خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کندهارپه ابتدایي ښوونځي کې ترپنځم ټولګي پورې سرته رسولي دي او وروسته په ۱۳۰۶ ش کال په کندهار کښې د ښوونکي په توګه په رسمي کار کې شامل شو.
حبیبي صاحب مختلیفي دندې(استادي،وکالت،امریت،ریاست،اجیري)سرته رسولي دي،چې ډاکټرصاحب زیورالدین زیور ورڅخه د پښتو ادبیاتو تاریخ اوسنی دوره کې په تفیصلي توګه یادونه کړې ده.
حبیبي صاحب له ډیروخت راهیسي د پښتو علمي او ادبي خدمت ته کلکه ملاتړلې ده،ډیرکتابونه او سودمن اثرونه یې لیکلي دي،ځکه ورته د پښتو ژبي لوی لیکوال،مؤرخ،ادیب،او قوي څیړندوی وایي.
ده چې د پښتو ادب د ژوندانه په لار کې کوم لوی کار کړی دی هغه د سلیمان ماکو دتذکرې اودپټې خزانې پیداکول اوخپرول دي،ولې چې د پټې خزانې په پیداکیدودپښتو ادب تاریخ د دوهمې هجري پیړۍ ته ورسیدو او دنثر تاریخ د اوومې هجري پیړۍ سرته ځان ورساوه.
بینوا په اوسني لیکوال کښې د حبیبي ټول کتابونه او اثار ۵۰ ښودلي دي.په دې اثارو کې څه پښتو خو ډیریې په فارسي ژبه لیکل شوي دي.
د اثارو څوبیلګې یې په لاندې ډول دي:
۱:پسرلنۍ سندرت(نظم)۲:پښتانه شعرا لومړی ټوک۳:دپښتوادبیاتوتاریخ۲ټوکه۴:مشاهیر ابدالیان۵:پښتواوپښتنواله۶:تاریخ مختصرافغانستان.
ده سربیره پردې یوزیات شمیر مقالې هم د پښتو ژبي او ادبیاتو په برخه کې د هیواد په مختلیفو مجلو او ورځپاڼو کې خپرې کړي دي.
پوهاند حبیبي په نظم اونثر دواړو لیکنې کړي دي خو د شعر اړخ یې د نثر څخه لږ او کمزوری دی.
نثریې خوندور پوخ او له هر ډول معلوماتو څخه ډک دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

No comments