ښاغلے پاکستان د سره تاؤ کړم
غزل
دلاور منصور
چه چیرړه د لمن کۀ د ګریوان د سره تاؤ کړم؟
کۀ نۀ کیږی نو ایسته چه خپل ځان د سره تاؤ کړم.
کۀ نۀ کیږی نو ایسته چه خپل ځان د سره تاؤ کړم.
دا بعضی تړی زړونه د اوبو سره خۀ سخت شی.
کږی وږي چپي کۀ د باران د ســـــــره تاؤ کړم.
کږی وږي چپي کۀ د باران د ســـــــره تاؤ کړم.
پټۍ نیمه خو ما هم د قاضی نه د وخت ویلے.
چي ځمه بي ایمان له نو ایمان د سره تاؤ کړم.
چي ځمه بي ایمان له نو ایمان د سره تاؤ کړم.
پۀ خۀ او بد پوهیږم، دومره ړوند عاشق هم نۀ یم.
منزل ته به جهان څۀ چه جانان د سره تاؤ کړم.
منزل ته به جهان څۀ چه جانان د سره تاؤ کړم.
چه ما به سر خوګی ګنړله، لاړو سرخوګے شو.
رومال به د تندۍ لنګۍ پۀ شان د سره تاؤ کړم.
رومال به د تندۍ لنګۍ پۀ شان د سره تاؤ کړم.
ارمان ته مے د وخت د زورګیر خوګ ګوته معلوم ده.
کش کړپ کۀ کۍ چه ټول سر او سامان د سره تاو کړم.
کش کړپ کۀ کۍ چه ټول سر او سامان د سره تاو کړم.
ژ.وندے یمه ژوندون منم، د مړو ملګرے نۀ یم.
ریدی له به صحرا د چهولستان د سره تاؤ کړم.
ریدی له به صحرا د چهولستان د سره تاؤ کړم.
دلدل کښے د حالاتو د ورمیږه پورے خخ شو.
ځم سودُ له ئي ښاغلے پاکستان د سره تاؤ کړم.
ځم سودُ له ئي ښاغلے پاکستان د سره تاؤ کړم.
هم داسي شډل داسي بي کچکوله ملنګ خۀ یم.
ستا تخت د سلیمان ، ستا ترابان د سره تاؤ کړم.
ستا تخت د سلیمان ، ستا ترابان د سره تاؤ کړم.
چه ورک نۀ شے ځنګل کښے د دوه خپیزو د سرونو.
څۀ نښه مخه تا له د نشان د سره تاؤ کړم.
څۀ نښه مخه تا له د نشان د سره تاؤ کړم.
دا ټول خلق د یو آدم یــــــــــوے حوا بچی دی.
دا ټوله دنیاګۍ به د انســــــان د سره تاؤ کړم.
دا ټوله دنیاګۍ به د انســــــان د سره تاؤ کړم.
منصوره صوفی دلته ؤ وړومبے ډوغل ایستلے.
خداے مۀ که خو کیدے شی چه میدان د سره تاؤ کړم.
خداے مۀ که خو کیدے شی چه میدان د سره تاؤ کړم.
No comments