چرته پۀ دوه دریو طوافونو مي الحاج نـــــۀ کي ،
غزل
دلاور منصور
مات چرته د ښکلــــــو د صدو صدو رواج نۀ کي.
څو خفه پرهر مي جوړ د سترګو پۀ علاج نۀ کي .
لوئي نه هم لویه ښیره! واوړي پۀ جانان واوړي .
غټي نه هم غټه دعا! چا ته مي محتاج نــــۀ کي .
غټي نه هم غټه دعا! چا ته مي محتاج نــــۀ کي .
لا به ستا د در کاڼي ښکلوم لا به شیطان ولم.
چرته پۀ دوه دریو طوافونو مي الحاج نـــــۀ کي .
چرته پۀ دوه دریو طوافونو مي الحاج نـــــۀ کي .
تا د پښتنو مینه لیدلي خو کینه نـــــــــــــۀ ده.
دا سرکشه خاوره به پۀ توپو موپو باج نــــۀ کي .
دا سرکشه خاوره به پۀ توپو موپو باج نــــۀ کي .
هر ستم د بل نه سیوا ، هر پرون د نن نه ښۀ.
دغه ادا ځانله خوند لری بدل مزاج نــــــــۀ کي .
دغه ادا ځانله خوند لری بدل مزاج نــــــــۀ کي .
ځني هوښیارئۍ نه دلاوره کم عقلی ښه وی..
چرته د طلي پګړۍ بدله پۀ تخت تاج نۀ کي .
چرته د طلي پګړۍ بدله پۀ تخت تاج نۀ کي .
نوم نه مي شرمیږم ، دلاور هم یم منصور هم یم.
ما ګټلے زړۀ راله پۀ بیــــعه د خراج نــــــۀ کي .
ما ګټلے زړۀ راله پۀ بیــــعه د خراج نــــــۀ کي .
No comments