دا نه دے د دۀ تـصویـر
غزل
غواړی چې مې زړۀ تصویر
نشتـــه داسې ښه تـصویـر
نشتـــه داسې ښه تـصویـر
حسن خو ژوندون دے بس
خوند نه وی د مړۀ تصویر
خوند نه وی د مړۀ تصویر
زه ئې مطمئین نه کړم
ډېر مې اوکتـــۀ تصویر
ډېر مې اوکتـــۀ تصویر
غواړی شناخـــــت هر څه
شته دے په هر څۀ تصویر
شته دے په هر څۀ تصویر
دواړه سره ګونګ شولو
زۀ یم او که تۀ تصویر
زۀ یم او که تۀ تصویر
نـن بــه جــوړوو مــونــږه
دواړۀ خلۀ په خلۀ تصویر
دواړۀ خلۀ په خلۀ تصویر
هر څو که سادۀ یم خو
دا نه دے د دۀ تـصویـر
دا نه دے د دۀ تـصویـر
خپل ئې قـندهاره شوے
شوې ئې په لېمۀ تصویر
شوې ئې په لېمۀ تصویر

No comments