تا ته نزدي شوم خو دخپله ځانه لري وتم
غزل
دلاور منصور
د زر او زور د ناتاری طـــــــــوفانه لري وتم.
تا ته نزدي شوم خو د خپله ځانه لري وتم.
تا ته نزدي شوم خو د خپله ځانه لري وتم.
ما هر سړے د خپلــــو سترګو پۀ کنډه تللے.
چا ته رګ رګ کښي ګیئدم د چا نه لري وتم.
چا ته رګ رګ کښي ګیئدم د چا نه لري وتم.
وومه خو دومره نو اوس لوړ او ژور هم نۀ وومه.
د دروغژني آیئني د خـــــــــوا نه لري وتم.
د دروغژني آیئني د خـــــــــوا نه لري وتم.
وخته طبیبه! درپۀ غاړه یم خو ځان پویووم.
چه د نصیب لۀ ستوری څو اسمانه لري وتم.
چه د نصیب لۀ ستوری څو اسمانه لري وتم.
مینه به چرته د انا پۀ بیعـــــــــــــــه وانخلمه.
کۀ دغه خوږ ګوته مے نیسي ګرانه لري وتم.
کۀ دغه خوږ ګوته مے نیسي ګرانه لري وتم.
ځکه چي ټکے د رښتیا د ویلو شے چرته دے.
دا تپوس اونکړي چي ولي ستا نه لري وتم.
دا تپوس اونکړي چي ولي ستا نه لري وتم.
اے دلاوره کۀ جانان ګټي نو اوئي بیلــــــــــه.
راله راورسي د لوے ځــــــــــــــوانه لري وتم.
راله راورسي د لوے ځــــــــــــــوانه لري وتم.
نۀ دِ پۀ دار نۀ سرِ دار نۀ دِ سردار کړو منصور.
هسے دِ خلاص کړمه د شتــــه ایمانه لري وتم

No comments