غزل ،، دلاور منصور
غزل
څۀ پۀ کوږ ور غوی مي د شوم نه یو شوم سوال کو.
رائیکو خو څۀ پۀ شرمیدو ، ګـــــلاب ئي راکو.
رائیکو خو څۀ پۀ شرمیدو ، ګـــــلاب ئي راکو.
نوے دولتے ؤ ، خبر نۀ ؤ د آدابـــــــــــــــــــو.
دوه حصي شراب تلۀ پۀ وخکو ، ګلاب ئي راکو.
دوه حصي شراب تلۀ پۀ وخکو ، ګلاب ئي راکو.
څۀ د غیبو تار تـــــــــــــه ګډیډلی یوُ ، ګډیږوُ.
ژوند لکه د ِایش لینځکے ؤ ، ګلاب ئي راکو.
ژوند لکه د ِایش لینځکے ؤ ، ګلاب ئي راکو.
نن مي اول زل د بي شرمئۍ پۀ جام کښي اوڅښل.
زړۀ نه کۀ ئي نۀ ؤ او کۀ ؤ ګلاب ئي راکو.
زړۀ نه کۀ ئي نۀ ؤ او کۀ ؤ ګلاب ئي راکو.
هسے هم دا زړۀ ریدے ایله باني ته پروت ؤ.
ساه مي د خندا اورژاؤ ، ګلاب ئي راکو.
ساه مي د خندا اورژاؤ ، ګلاب ئي راکو.
دي ته پۀ روژه کښي اختر وای دلاوره.
سورُ ګلاب ئي نۀ دے دا د سرو ګلاب ئي راکو.
سورُ ګلاب ئي نۀ دے دا د سرو ګلاب ئي راکو.
نۀ شومه منصوره د هیچا د خندا نۀ شوم.
ډیر ئي کوچیُ کوچیُ کړمه خو ګلاب ئے راکو.
ډیر ئي کوچیُ کوچیُ کړمه خو ګلاب ئے راکو.

No comments