پیره خیال ته څنګه راشم؟
.پیره خیال ته څنګه راشم؟...
پہ کتاب تبصرہ : مراد لایٔق
داد یو داسې شاعر دشعرونو ټولګه ده چې ایله د ژوند د زلمیتوب دځوانو او څپاندو شیبو او جزبو سره دخپل شعرپه هنداره کې راڅرګند شوی خو داسې هم نه ده لکه څرنګه چې دزلمیتوب په شیبوکې جزبې سرهوا وي او زلمیتوب د لیونتوب دوهم نوم ګڼل کیږي،بلکې دغه ځوان،تاند او تپاند شاعر دشعرپه ژبه کې داسې نوي،نوي ترکیبونه وړاندې کړي چې لوستونکی ځان ته حیرانوي
دازلمی شاعر نصرت ارمان دی چې زما د خواږه ملګري،وتلي شاعر،لیکوال او ژورنالیست قدرمن عزت الله ځواب صیب زوی دی
ګران نصرت ارمان خپلې لومړنۍ شعري ټولګې لپاره نوم د خپل یو بې مطلعې غزل دیوې مصرعې څخه راخیستې چې پوره بیت داسې دی
پیره!وړي مې حقیقت دی پیرہ!خیال ته څنګه راشم؟
د"پیره خیال ته څنګه راشم؟"دلوستلو نه وروسته دا خبره په ذهن کې راوګرځیده چې د نصرت ارمان په شعر کې خیال هم شته او فکر هم .ځکه چې دخیال پرمټ يې غیر عادي حالتونه،انځورونه او پیښې درک کړي نود فکري قوت له مخې په شعر کې يې کلمې داسې نښلولي چې عاطفه احساس پکې لیده شي.دنوي او روان دور شعر ته په کتو سره چې د وخت مطابق پکې په نوو امکاناتو خبرې کیږي او نوې،نوې معناوې له ځانه سره راولاړوي،او په همدې بینا زه چې د نصرت ارمان شاعرۍ ته ګورم نو داسې يې ګڼم چې دده په شعر کې خیال او فکر له ځانه سره معناوې راوړي دي،که څه هم د لغوي یا ژبني نقد له مخې لفظ پر معنا مخکې دی او وايي چې معنا له لفظ څخه پیدا شوې،او ځیني نقادان خو یو هم تر بل غوره نه بولي،بلکې دشعر په ژبه کې معنا د لفظ ځانګړنه بولي.
خیر دغه رنګ څرګندونې، او نظریات به مونږ یو خواته کړو، ځکه چې" لفظ"خو یوه ظاهري بڼه ده اوکه په ظاهرکې يې جایزه اخستل کیږي نو پورته خبره سمه ده چې معنا له لفظ نه راوزي...
خو زما رایه داسې ده چې دلفظ تظاهر د معنا په صورت کې له باطن نه کيږي او ددغه باطني قوت په مرسته لومړی معنا او بیا الفاظ او خبرې جوړیږي.یا به داسې ووایو چې زمونږ په ورځنیو خبرو اترو کې چې زمونو له خولو کوم ډول الفاظ بیرونیږي،ایا پام مو دی؟ چې ددغو لفظونو معناوې مونږ لومړی سنجولې وي،پہ دې اړه د صوفیاو ډیرې قوي ویناوې شته چې دحس مشترکه،متفکره،حافظه،دخیال قوت یا متخیله،او واهمه،بللی شي خیر،داموضوع ډیر ژور بحث دی،او زه به سرسري خبره دنصرت ارمان دشعر په اړه .داچې مونږ ګورو نو شاعري او لفظونه هم هغه دي خو جدیدیت او نوښت پکې دخیال او فکر له پلوه دمعناوو رابرسیره کول او دالفاظو کار ونه ده
یوه بله ځانګړنه چې ماته دده په شاعرۍ کې ښکاره شوه نو هغه په ادبي او شاعرانه چوکاټ کې دفکر ازاد پریښودنه ده،خو د فکر ازاد پربښودنې نه داموخه هم نه ده چې ګني ازادي په لایعني کې پټه ده بلکې هره خبره دشعر د وزن سره د معنو په وزن هم پوره کوي،دغه راز نورې هم ډیری خوبیانې په "پیره خیال ته څنګه راشم؟"کې لیدلی شو،ھمداراز د نصرت ارمان په دې لومړۍ شعري ټولګه که حوصله افزايي وشي نو هیله من يم چې دازلمی شاعر به په راتلونکي کې نوره هم ښکلې او غښتلې شاعري وکړي

No comments