نوے کال
فيروز آفريدي
نوې کال راغلې، په هر لوري خوشحالي ده
زمونږه بد نصيبـو جــنګ زپلـــې زندګي ده
زمونږه بد نصيبـو جــنګ زپلـــې زندګي ده
دنيا شوه نوې نوې، ارادې ئـي نـوې نـــوې
زمونږ زړه کـيـږدئ او د بـــادارو بندګي ده
زمونږ زړه کـيـږدئ او د بـــادارو بندګي ده
دنيا ورته چمتو ده چې ابادې ســـيارې کړي
زمونږ د پښتنو په مقــــــبرو کې ابادي ده
زمونږ د پښتنو په مقــــــبرو کې ابادي ده
دنيا په عيش و کوش ده معطره و خوشبويه
په مـــونږ راوريدلې د بارودو ګندګي ده
په مـــونږ راوريدلې د بارودو ګندګي ده
د نوي ګوند مشري ده، د لښکر سالار بدل شو
يو مونږ پکې ازاد نه شو هم هغه غلامي ده
يو مونږ پکې ازاد نه شو هم هغه غلامي ده
د نن قاضي بدل دے د هر چا حق شي منلې
زمونږ په ايف سي ار کې ئي ليکلې خاموشي ده
زمونږ په ايف سي ار کې ئي ليکلې خاموشي ده
د ژمي يخه شپه ده د باران شيبې هم راغلې
خيمه کې مې بيماره مور په کومي د مرګي ده
خيمه کې مې بيماره مور په کومي د مرګي ده
نن ساه هم په پيسو ده د ژوندون تيرول ګران دي
په دې ګرانه ګرانئ کې بس د وينې ارزاني ده
په دې ګرانه ګرانئ کې بس د وينې ارزاني ده
فيروزه داسې څوک دي چې دا خلق کړي په لاره
د جهل تورې شپو کـــې د ژوند ورکه رڼائي
د جهل تورې شپو کـــې د ژوند ورکه رڼائي

No comments