امريکا د خپلو ناکاميو تور په پاکستان لګوي ، ناصر جنجوعہ
امريکا د خپلو ناکاميو تور په پاکستان لګوي.،،،، ناصر جنجوعه
د پاکستان د ملي امنيت صلاکارناصرجنجوعہ ويلي دی اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰ نه سېواشدت پسندی ډلې فعاليت لري، په دغه رپورټ کې ويلے شوي د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې اوس هم د القاعده، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان ځالې لري.او " د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته د دغو ډلو موجودګي دواړو هېوادونو او سيمې دپاره یو چیلنج دے".پېنټاګون ويلي د پاکستان فوځ د طالبانو په څېر ډلو په ضد عمليات کړي خو حقاني شبکه " لا هم په پاکستان کې فعاليت لري".ناصر جنجوعه نن د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ملي امنيت پہ ارہ راجوړې يوې غونډې ته په وېنا کی وويل د سويلي اسيا امنيت د خطرو سره مخ دی.هغه وويل، "هند د چين د ځواب دپاره او افغانستان د روس د ماتې دپاره منتخب کړی شو، هند اوس سياسي، اقتصادي او پوځي لومړيتوب دی،هند په افغانستان کې لومړی اتحادي جوړ شوی او پوځ حل ته بيا لومړیتوب ورکړی شوی".جنجوعه ويلي، پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې غټ مالي او زياتي تاوان اوختے دۂ زیاته کړې ده چې په افغانستان کې دې د شخړې د هواري دپاره د سولې هڅو ته توجہ ورکړے شي د ګټې هڅه دې ونه کړے شي.هغه دا هم ويلي چی "امريکا بايد په افغانستان کې خپل سياسي استازی په ځای کړي او دومره واک دې ورکړی چې څومره يې فوځ مشر ته ورکړی دی د دې دپاره چې سياسي حل لاره ولټوي.امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې چی په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.پېنټاګون ويلي،" امریکې د پاکستان مشرتابه د ټولو ترهګرو او تندروه ډلو په ضد د عملياتو کولو د ارزښت څخه خبر کړې ده".د پېنټاګون په رپورټ کې ويل شوي، دا چې افغان حکومت د اصلاحاتو عمل دومداره ساتلی امریکا به يې د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړه کې سټراټيجيکي ملاتړ دوامداره ساتي.او پېنټاګون په دې ټینګار کړی چې طالبان او ملاتړي يې د جنګ په مېدان کې کله هم ګټه نشي کولی دوي بايد د سولې دپاره د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.دا وړومبی ځل دی چې د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند اعلان کړې تګلارې وروستو کانګرس ته رپورټ وړاندې کړی شوی دی.صدر ټرمپ د اګست په ۲۱م اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې نه پاتې کيږي.د روانې مياشتې په لمړيو کې د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د اسلام اباد سفر کړی او په پاکستان يې غږ کړی ؤ چې په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد خپلې هڅې نورې تُندې کړي.له دې وړاندې د صدر ټرمپ د بیان وروستو نوموړي ویلي ؤ پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي.خو پاکستان بيا بيا دغه ادعا تکراروي چې په خپله خاوره يې د ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات ترسره کړي دي.

No comments