Breaking News

ملاله د جينکو د تعليم علمبرداره



 ،ملاله د جينکو د تعليم علمبرداره!!!
   
لیک :فيروز افريدي
ملاله يوسفزئ د سياست د لارې د خپل اولس د خدمت اراده لري خو اس محال هغه فقط د خپلې خاورې د جينکو د تعليم په اړه مبارزه کوي.په داسې حال کې چې نن محال د تحصيص په دې دور کې يو کس فقط په يوه ايجنډا کار وکړي نو تر کاميابئ رسيږې ،لکه چي متل دے چې په دوه کيشتيو پخه کيږدې نو په يوه کې به هم ځائي نشې ،بلکه سيدها په سيند کې لاهو شې. زمونږ هم بائيد په دې خبره سر خلاص شي چې هغه نورو معاملو کې ککړه نکړو ځکه چې ډير خلق وائي چې ملالہ ا فلسطين په معامله ولې خاموشه ده نو د دې ځواب دا دې چې هغه نه سياسي رهبره ده نه د کوم هيواد مشره چې څه زور يا فشار په چا راوړي بلکه اوس محال هغه د يوې ريفارمر اصلاح کونکې په توګه رامخې ته شوې ده که په سياست کې هغه مونږ فلحال راکاږو نو د هغې دغه کار به متاثر شي .ځکه چې د علم خلاف څوک هم نه دې خو په جنګ جهګړو کې د پرو جنبو د تهمت او ناوړه سياست لا عمله يو څوک د نفرت باعث ګرځيدلې شي ..قران کريم کې اول ټکې د اقرا يعني ولوله يعني د سبق وئيلو ذکر او په احاديثو کې په هر مومن مسلمان نر او ښځه علم فرض کړې شوې دے هم دغه رقم نور مذهبونه هم د تعليم خلاف نه دي نه امريکه څوک د تعليم نه منع کوي نه روس بريطانيه ،بلکه زمونږ کومک د علم او تعليم په معامله کې کوي.بل خوا ملاله چې په کوم ځائي کې د وينا ضرورت وو هغلته هغې د خپلو خلقو د پاره کړې ده او څه نه څه ئي په مطابه صدر اوبامه غور هم کړې وو حالنکه زمونږ سياسي رهبرانو او ملکي واکدارانو هم دا خبره نشوه کولې بلکه هغوئي ورته د پښتنو په کورونو د ډرون او مزائيلو غورځولو مطالبه کړې وه او اوس ئي هم کوي .نن که پښتون پاتې دے نو لاعمل ئي بې علمي ده ګني د دنيا په اعلي نسلونو کې ئي شمير کيږې .اوس چې په لر و بر کې د پښتون کوم حال دے هغه هر چا ته معلوم د  په مونږ نور خلق ولې واکمن دي ځکه چې هغوئي د علم او هنر په کالو پټ دي مونږ سره د خپلو حقوقو غوښتلو څوک دي؟؟ زمونږ هوم ورک چا کړې دے ؟ او د چا سره خپل حساب کتاب څنګه او په کومه ژبه کولې شو؟ اول په د مټو په زور حق غوښتلې شو اوس د هنر او مشين د مخې د مټو زور هيڅ نه دے ګني تاسو وليدل چې په جنګ جدل مونږ څومره تاوان وکړو خو يوه الوتکه چي راشې نو زمونږ د کلونو جوړې ابادئ د سترګو پر رپ کې ريز مريز کړي په سلګونو مړي مو وشي او هديرې مو د مړو د لاسه ډکې شوې. زما خپل خيال دا دے چې مغرب د پښتون په دي وجه دښمن نه دے چې ګويا عالمي امن ته ګواښ دے یا پښتون ايټم بم لري،مزائيل لري،سمندري بيړئ لري او په لکهونو ځواکونه لري بلکه کوم خلق چې عالمي امن ته ګواښ دي هغوئي د امريکې او مغرب بالادستئ ته سلامي دي او د دنيا په مخ چې څومره اسلامي يا غير اسلامي هيوادونه دي د امريکه خبره مني او هيڅ غږ نه کوي بل طرف ته ما او تا ته وائي چې پښتونه ستاسو ايمان او اسلام ته خطره ده او تکړه شه د جنګ باطوره دا د اسلام بيرغ به هم تاسي پورته کوئ. زه او ته ور وړاندې کړې يو..بچي زما او ستاسو مري کورونه زمونږ تاسو ورنيږي او په سر مو مزې نور خلق کوي. پیغمبر اسلام د جهاد خبره کړې ده خو اول چې طاقت ئي نه درلود نو هجرت ئي کړې وو..دا هجرت څه شې وو؟په اصل کې دا د وخت مصلحت وو .د ځان راغونډولو د پاره وخت پکار وو.. او د خلقو او نفوسو تعداد د وسلې او اسلحې راغونډول او معاش بندوبست کول وو. چی کله وتوانيدل نو بيا ئي غزګانې وکړې .امريکه او مغرب د نور خلقو نه زيات ما او تا ښه پيژني زما او ستا ماضي هم ورته معلومه ده او نن هم...هغوئي په افغانستان کې اربونه ډالره خرڅ کړل، ودانئ ئي جوړې کړې او د افغاني کرنسي چې اغيارو به په يوه روپئ يو صندوق افغاني کرنسي اخيستې شوه اوس په يوه افغانئ کرنسي يو نيمه کلدارې روپئ ته ورسيده...ملي اردو ئي ورته سازه کړه علمي پروسې ئي بشپړ کړي مرکزونه مدرسې سکولونه،شفاخانې ئي پرانستلې نو زه دا وائيم چې تر څو مونږ په خپلو پښو نه يو ودريدلې ولې د نورو خلقو جنګونو دي مونږ وکړو؟ ولې خپل نسل تباه و برباد کړو ؟ ولې خپل نسل مفلوج وساتو ؟ او ولې خپل نسلونه جاهل ساتو؟ ددنيا په يو کونج کې هم څوک د ځان نه زيات طاقتورو هيوادونه سره جنګ نه کوي او نه ئي څوک مخالفت کولي شي ،نو زه او ته ئي ولې په تش لاس وکړو؟د دنيا د جنګونو ټهيکه صرف پښتون اخيستې ده؟دهر څه نه وړاندې مونږ ته پکار دي چې مونږ علم حاصل کړو .خپلې جينکئ او هلکان د علم په کالو پټ کړو..زمونږ په هيواد کې زمونږ نسل چي علم او هنر ونلري نو ما او تا ته به څوک حق راکوي،،،زه څنګه په هسپتال کې ان پړه کس ډاکټر کينوم او ډرئيور نه پائيلټ جوړ کړم. د څوکيدار نه څنګه انجنئير جوړ کړم؟کله چې زمونږ بچي علم او هنر ولري نو که څوک ئي د تعصب له مخه په خپل هيواد کې ځائي نه ورکوي نو په بيرون کې هم هغه خپل ځان جوړولې شي.اوس د دنيا نه هسې هم ګلوبل ويلج جوړ دے او د علم او هنر خاوندان خلق په منتونه غواړي.. بیا دغه خلق په بيرون کې زما او ستا حق د نړيوالو رسنئيو او مهذبه قومونه په فشار غوښتلي شي لکه په انګلستان کې بنګاليانو خپل هيواد د پاره دنيا راخبره کړه.چينيانو کارګرو خپل وطن د امريکې په پيسو اباد کړو .د هند پاکستان او اسياوي هيوادونو کارګران په بيرون کې پيسه ګټي او وطن پرې ابادوي ھم دغه رقم د علاقائي ژبو په خپلو هيوادونو کې هيڅ ارزښت نه وو خو چې نړيوالو نشرياتي ادارو او رسنئيو ورله ځائي ورکړو نو مجبورا اوس زموند ژبې تيلويزنونه هم جوړ شول او راډيو اخبار هم راووتل. حالانکه اوس هم مونږ پښتنو له څوک د تيليوزييون او راډيو لائيسن نه راکوي چي ګويا دا چرته راويښ نشي او د خپل اولس شعور رابيدار نکړي يا په قامي او اجتماعي ګټو ئي پوهه نکړي..چي قام څومره منتشر وي هومره نور خلق ترې فائيدې اوچتوي. تعلیم په انسان کي نظم راولي او د دنيا د سيال قامونو سره ئي سيالوي.دخپلو خبرو په پائي کې به دا اوائيم چې مونږ له پکار دي چې کوم خلق په څه نه څه هنر تاسو ته فائيده درسولې شي پکار ده چې د هغو خلقو درنښت وشي او کار ئي وستائيلې شي..انشاالله اسلام ته هيڅ خطره نشته دا د الله دين دے او حفاظت به ئي الله سبحان وتعالي کوي بس دومره همت پکار دے چې د دنيا په ضد نه بلکه په موافق اړخ ورسره تګ وکړو سرسيد احمد خان په هند کې هم دغه کار پئيل کړې وو کوم چې اوس ملاله يوسفزئ کوي..په سر سيد احمد خان هم خلقو د کافر ،ملت خرڅ او مرتد او فاسد فتوې لګولې وې او په ملاله ئي هم نن هم هغه خلق لګوي . دسرسيد کار او زيار نن مسلمان لږ ډير د علم طرف ته مائيل کړو ګني بې علمئ خو ترې هند هسې هم تروړلې وو ..د پښتون نه هر څه تروړل شوي دي اوس ئي نسل د ختمولو هڅې کيږې .پکار د چې مونږ د داسې گکسانو ملاتړ وکړو څوک چې زما او ستا بچي د تيارو نه راوباسي او د رڼا طرف ته ئي بيائي،.نن د ملالې اوريدلې شي زما او ستا څوک نه اوري ..زمونږ دا نړيوال غ بائيد چې نور هم زمونږ په ډاډ او ملاتر مظبوط شي نه چې خاموش شی۔

No comments