غزل،
غزل
عالمګير شاه سالک
زلفي خوري مزه کړه,
شونډي دي سري مزه کړه,
=
تل د ګودر په غاړه,
ډيري ټپي مزه کړه,
=
زما دعا مزه کړه,
دا ستا ښيري مزه کړه,
=
خالونه ستا په زنه,
کيږده دوه دري مزه کړه,
=
شيخه دا ستا په لاس کښي,
اوږدي تسپي مزه کړه,
=
ستا په وړه خولګۍ کښي,
کوه ګيلي مزه کړه,
=
ستا په کابل کښي ګرانه,
صرف منړي مزه کړه,
=
سترګي دي مه توروه,
سترګي خو شني مزه کړه,
=
سالکه ستا په څنګل,
د ژمي شپي مزه کړه.
.....

No comments