چې ویده شم ما سحره پورې پریده
غزل
ـــــــــــــــ
ـــــــــــــــ
نجیب تنھاؔ
ستا نظر زما نظره پورې پریده
دا تعویز خو لږ اثره پورې پریده
سر دې جیګ کړه چې شمله دې ګزار نه شي
پښې دې بس تر خپل څادره پورې پریده
پښې دې بس تر خپل څادره پورې پریده
ژاړه مه ، واړه ویده دي رحصت راکړه
مسافر یم ما تر وره پورې پریده
مسافر یم ما تر وره پورې پریده
د غربت په اور کې سوزم تر ماښامه
چې ویده شم ما سحره پورې پریده
چې ویده شم ما سحره پورې پریده
خپل غزل ته ترې خواږه راټولومه
لږ مې خیال تر خپل بشره پورې پریده
لږ مې خیال تر خپل بشره پورې پریده
دا سړی به دې تنها په لار کې پریدي
دا سړی تر هغه سره پورې پریده
دا سړی تر هغه سره پورې پریده
No comments