افغانستان کې امن څوک نه غواړي ؟
(ليک : غلام حسین محب)
افغانستان د پاکستان هغه ګاونډي هيواد دے چې د نورو ګاونډيو په مقابله کې د دواړو ملکونومذهبي، ثقافتي ، لساني او جغرافيائي
تړون مضبوط تاريخي اهميت لري .دغه وجه ده چې د نړۍ دا واحد ګاونډيان دي چي د دواړو خواو په زرګونو شمار کي خلق تګ راتګ کوي ،په لويه کچه تجارتي کاروبار دوام لري او دواړو خواو ته د رشتو او عزيزوليو مضبوط اړيکي موجود دي. او هم دغه وجه ده چې په افغانستان د روس د يلغار نه پس د نړۍ د ټولو نه زيات شمار کې مهاجرين پاکستان ته راغلل چې د څلويښتو کالو نه پس هم تر پنځلس لکو افغان مهاجر دلته موجود دي ګني دا خبره څرګنده ده چې
کرغيزستان،تاجکستان،ازبکستان،ترکمانستان او ايران هم د افغانستان ګاونډي هيوادونه دی ۔ د ایران نہ علاوہ دغہ نور ملکونہ د روس د اختیار لاندې و خو ايران هم هغه شان ارته غيږه دغه مهاجرينو ته نه ورکوله . دغه وجه وه چې ډير کم شمار کې افغانان ايران تي مهاجر شول . او بيا ايران هم هغوي لکه د پاکستان د خلاصو غوايانوغوبل غوندې پرې نه ښودل بلکه په خاصو کيمپونو کې ي سنبال وساتل چي په اسانه ي خپل ملک ته واپس وليږل. .
افغانستان چې د يوې اوږدې مودې نه په جنګونو ، فسادونو او کورنيو جګړو اخته دے دا وخت د نړۍ په ميډيا کې په ټاپ پوزيشن ښکاري. ځکه چې د نړۍ سپر پاور امريکا دا وخت دلته سره د يورپي قوت نيټو موجود دے. او د دلچسپۍ خبره داده چې امريکا چې په ټوله نړۍ کې د هر چا سره په لانجو او جګړو اخته ده پخپله هم دغه ملک افغانستان ته اهميت ورکوي او د نورو ملکونو په نسبت افغانستان کې ډيره دلچسپي لري. افغانستان چې د تيرو څلويښتو کالو نه په جنګونو کې ښکيل دے تر اوسه ي په دې خبره ماغزۀ خلاص نه شول چې افغانستان کي امن څوک نه غواړي او ولې ؟ دغه وجه ده چې هميشه ي د هند په خبره يقين کړے دے چې دا هر څه پاکستان کوي. که د افغانستان د عامو خلقو نه پوښتنه وشي نو هم دغه وائي چې دا بد امني پاکستان جوړه کړې ده . اوس سوچ پکار دے چې پاکستان ولي داسې کوي ؟ آيا پاکستان دومره طاقتور او خود سره ملک دے چې يو ګاونډي ملک کې بغير د څه وجي مداخله کوي او د ټولې نړۍ دشمنۍ ته ي بډې وهلې دي .آيا پاکستان د افغانستان په خزانو قبضه کول غواړي ؟ خو هلته خزانې چرته دي که داسې وي نو دلته بلوچستان کې د سرو زرو، تانبې، تيلو، ګيس او نورو معدنياتو خزانې دي خو بې چاره پاکستان ترې فائدي نه شي اخستلے. نو بيا څه خبره ده . چې يو وړوکے ملک امريکا ، هند ، اسرائيل او يورپ ته دوکه ورکوي او د ځان ته مخالفتونه سيوا کوي. د افغانستان خلق د خپلې ټولې تباهۍ پړه په پاکستان اچوي. خو دلته دوي دا فکر نه کوي چې د افغانستان تباهي د هغه وخت نه شروع شوې ده کله چې د ظاهر شاه تخت تخته کړے شو او سردار داود د افغانانو په ژبه پاچا شو. آيا سردار داود پاکستان هڅولے و چي د ظاهر شاه حکومت نسکور کړه ؟ بيا چې د سردار داود حکومت نسکور کړے شو او ښاغلے نور محمد ترکي په تخت کيناستو . نو آيا ترکي ته پاکستان وئيلي و چې داؤد نه حکومت واخله ؟ بيا د ترکي نه ببرک کارمل او کارمل نه حفيظ الله امين او هغه نه نجيب الله ته اقتدار منتقل شو نو دې کې د پاکستان څه کردار و ؟ دغسې د افغانستان تباهي پخپله افغان چارواکو شروع کړي وه او تر اوسه جاري ده.
. دا خبره څرګنده ده چې د نجيب دورحکومت کي افغانستان کې د تاريخ د ټولو نه بده خانه جنګي شروع شوه چې پکې د ګلبدين حکمتيار، استاذ رباني، عبدالرب رسول سياف، مجددي، دوستم او احمد شاه مسعود وغيره شامل وو. هم دغه جهادي مشران افغانستان نه د روس د واپس تللو وخت کې په خپلو کې په جګړو سر شول تر دې چې په سعودي عرب بيت الله شريف کې د دوي تر منځه يوه پريکړه او وعده هم وشوه په شريکه به د افغانستان حکومت چلوي خو څنګه چې د افغانستان زوړ تاريخ دے هم دغسې ضد او عدم برداشت دوي په خپلو کې داسې اخته کړل چې هيڅ چل ي چا له نه ورتلو. دلته دا خبره د منلو ده چې د دوي په بې اتفاقۍ کې د هغه وخت ډيکټيټر ضيا الحق غلطه حکمت عملي شامله وه ځکه چې هغۀ د مجاهدينو هر قسمه مالي او وسله واله مرسته کوله خودوۍ ي يو اتحاد او يو تنظيم و نه ساتل چې د روس د وتلو نه پس به څنګه حکومتي چارې مخکې بوځي. دغه وجه وه چې روس لاړلو نو هرې ډلې خپله ټوپک سالاري شروع کړه او هرجهادي قومندان ځان د کابل چوکۍ اهل او حقدار ګڼلو. د روس د وتلو نه پس ډيره خون خرابه وشوه او هره ډله دبلې داسې دشمنه وه لکه څنګه چې ي روس خپل دشن ګڼلو. دغه وخت کې هند خپل لاسونه په شمالي اتحاد ايښي و او په هر حالت کې ي په افغانستان د شماليانو چارواکي راوستل غوښتل. ديخوا پاکستان هغه هيواد دے چې د ازل نه د هند دشمنۍ سره مخ دے . هند چې د افغانستان سره ي هيڅ ګاونډ نشته . هيڅ مذهبي تړون ي نشته، هيڅ لساني او قامي تړون ي نشته ولې بيا هم د پاکستان د دشمنۍ پاللو د پاره ورته ځان نزدې نزدې کوي او ورته د خپلو مرستو باور ورکوي . ګني زه دا خبره په قسم سره کولے شم چې خداې مه کړه کۀ پاکستان ختم شو نو هند به د ټولو نه لوئي دشمن د افغانستان وي ځکه هندو د مسلمان دشمنۍ کې د يهودي نه وړاندي دے او بيا هنوان خو اوس هم تاريخ کې ابدالي او غزنوي ته ډاکوان او غله وائي. او پاکستاني تاريخ کې د غزنوي، شيرشاه سوري او ابدالي د مړانې او کارنامو خبرې ليک دي چي مونږ خپله لوستي دي. اوس چې کله امريکا د پاکستان او افغانستان خلاف يوه ډرامه د نائن اليون په نوم ولوبوله او د هند او شمالي اتحاد په مرسته ي افغانستان باندې قبضه وکړه د نن نه پنځلس کاله وړاندې چې امريکه افغانستان ته راغله نو اعلان ي وکړو چې د دهشت ګردو ( طالبانو) سره به خبرې نه کوو بلکه په زور او طاقت به ترينه ملک صفا کوو ولې نن هغه امريکا پاکستان ته چغې وهي چې طالبان راسره خبرو ته کينوه. نن يو افغانے مشر امريکا ته دا نشي وئيلے چې ستا هغه سپر پاور سپره شوه که څنګه ؟ ستا هغ د نيټو ملګري څه شول . نن شپاړس کاله پس هم افغانستان هم په هغه شان دے کوم چې د طالبانو حکومت ختميدلو په وخت و، نه کوم يواسلامي ملک دا تپوس کولے شي. چې امريکه پاکستان ته وائي چې طالبان قابو کړه او ختم ي کړه نو تا څومره ختم کړل او څومره امن دې افغانستان کې راوستو. ولې بيا هم د افغانستان مظلوم او زپلے اولس پاکستان ته ګوته نيسي. دا خبره لکه د نمر روښانه ده چې امريکه نه اسامه پسې راغلے و نه طالبانو پسې او نه د اسلام خلاف راغلے و بلکه امريکه دلته پاکستان او چين پسې راغلے چې په اسلامي ملکونو کې پاکستان ولې دومره لوئي ، مضبوط فوج لري او ولي واحد اسلامي ايټمي قوت دے. دغسې چين ولې د مستقبل سپر پاور جوړيدونکے دے . دا خبره په پام کې ساتل ضروري دي چې امريکه تر اوسه په نړۍ کې داسې تاريخ نه لري چې په يو ملک کې داخل شي او امن پکې راولي البته دا تاريخ ي ښکاره دے چې
( چرته چې تلي دي يو ځل علمبردار د امن ،،،، هلته ي پريښي د انسان د اندامونو ټوټې )
ترڅو چې هغه ملک په خانه جنګۍ اخته نه کړي او وران کنډر ي نه کړي واپس ترې نه اوځي او دا مثالونه ډير دي لکه عراق، شام، يمن ليبيا ، مصر، بل خوا دا هم د افسوس خبره ده چې د امرکه د لاسه غرق شوي ملکونه ټول اسلامي دي. اوس دا خبره څرګنده ده چې امريکه افغانستان کې امن نه غواړي ګني امن راوستل د يوې هفتې خبره ده ځکه چې که امن راشي نو بيا د امريکه دلته د پاتې کيدو هيڅ جواز نه جوړيږي تر څو چې پاکستان قائم دے او د چين سره ي ښه اړيکي دي او سي پيک منصوبه شروع ده نو امريکه کله هم د افغانستان نه د واپسۍ سوچ هم نه کوي. بل خوا د پاکستان ورانولو او چين د سي پيک نه منع کولو کې هند هم د امريکه سره پي يوه خله دے او دواړه يو شان پلانونه او پالسۍ لري نو ځکه هند افغانستان د پاکستان د دوستۍ او ملګرتيا نه لرې ساتل غواړي. چې پاکستان ته په مغربي سرحد هم مشکلات وي دغه وجه ده چې کله هم څه بده پيښه په افغانستان کې وشي نو تور په پاکستان لګوي حالانکه د سرحد خوندي ساتلو د پاره پاکستان ازغن تار لګوي نو افغانستان ي پخپله مخالفت کوي. ګني دا خو د دواړو ملکونو د پاره ضروري او ګټه ور ګام دے. بله يوه ضروري او ګټه وره خبره د افغانستان د پاره دا چې که د هند د سازش نه راوځي او پاکستان سره په دې سي پيک کې شامل شي نو د مودو نه زپلے افغانستان بيا د ترقۍ په لور ګامزن کيدلے شي.
ghmohib@gmail.com
No comments