(غزل ) زنځيرونه ماتوي په پسرلي کې
(شاهد انتظار شينواري)
ستا يــادونــه لـيـونـى په پســــرلى کـښي
راشى پټ مي زړه سکونډى په پسرلى کښي
راشى پټ مي زړه سکونډى په پسرلى کښي
لکـه ګـل يـم رژيـدلے پـه خــزان کــښي
لـيونـتوب په ما راځى په پسـرلى کښـي
لـيونـتوب په ما راځى په پسـرلى کښـي
غانټول هم په کچه ساګو کښي خنديږى
زړه بيخى ځان سره وړى په پسرلى کښي
زړه بيخى ځان سره وړى په پسرلى کښي
د رواج پـه قـيد بـنـدى پښـتـني پيــغلي
زنځيــرونـه ماتــوى پـه پسرلــى کـښــي
زنځيــرونـه ماتــوى پـه پسرلــى کـښــي
د وږمـــو قافـلي وګــوره پـــه دشـــتـو
څه په رو رو وړاندي ځى په پسرلى کښي
څه په رو رو وړاندي ځى په پسرلى کښي
انتــظار ځـکه د جـام غوښـتـنه نـه کــه
مي نوشى وى قـدرتى په پسـرلى کښي
مي نوشى وى قـدرتى په پسـرلى کښي
No comments