خپل اتلان وپېژنئ /// عجب خان آپريدي
ليک: آیاز يوسفزی
هند ته د 1600م زېږديز کال د دسمبر پهٔ مياشت کې د پيرنګيانو د ايسټ انډيا کمپنۍ پهٔ بڼه کې د راتګ لهٔ ورځې نهواخله تر 1947م پورې چې د دې سيمې څومره خلکو د پيرنګي استعمار خلاف وسلوال او غير وسلوال جنګ کړی دی او د پيرنګي نه يې د آزادۍ لپاره هلې ځلې او مبارزه کړې ده، نن هغه خلک د پيرنګي د دلالانو لهٔ لاسه معتوب، غداران او نومورکي دي او هغه څوک چې د دغه استعمار دلالان وو، د دې سيمې او د دې خلکو سره يې خيانت کولو، د پيرنګيانو سپي او اسونه لمبول به يې ثواب او خپل وياړ ګڼلو او د خپلو خلکو جاسوسي به يې خپل پيرنګي بادار ته کوله، هغه خلک اوس اتلان ياديږي او اولادونه يې نن نهٔ يواځې د دې سيمي پهٔ سرو او سپينو قابض دي بلکې د دې سيمې واکداران هم دي. خو لمر پهٔ ګوته کله پټيږي، تاريخ د هېچا مخ ملازه نهٔ کوي.
د 1919م د پيرنګيانو او افغانانو د درېمې جګړې نه وروسته پهٔ پُښتنه سيمه کې د پيرنګي د مخ پهٔ زياتېدونګي زور زياتي لهٔ امله وخت پهٔ وخت د آپريدو، شنوارو، مهمندو او نورو پُښتنو قبيلو لويې وړې وسلوالې ډلې راپورته شوې او د پيرنګي خلاف يې وسلواله مبارزه پېل کړه. دغه وسلوالې ډلې کهٔ څهٔ هم غير منظم او يؤ موټی نهٔ وې، د پيرنګي پهٔ پرتله ورسره د وخت جديد او پرمختللې وسله هم نهٔ وه خو بیا هم پيرنګی د دغه خلکو نه ډېر تنګ ؤ، د هغوی پهٔ وړاندې کله کله بيخي بې وسه ؤ او يوه ورځ يې ترې هم پهٔ قلاره نهٔ ده تېره کړې.پهٔ دغه وسلوالو ډلو کې د کوهاټ درې د بوستي خيل آپريديو ډله هم وه چې مشري يې د عجب خان آپريدي کوله. کله چې هغهٔ پهٔ قبائيلو د پيرنګيانو بې ځايه او هېڅ بې هېڅه بريدونه، زورول او د قبائيلو پر وړاندې د پيرنګي د غرور او سپکاوي ډکه رويه وليدله نو د وسلوالې مبارزې د پيل کولو کلکه اراده يې وکړه او پهٔ قام او او خپله خاوره مئينان يې را يؤ ځای کړو او خپله يوه ډله يې جوړه. دغه ډلې به د عجب خان آپريدي پهٔ مشرۍ کې د کوهاټ او شا و خوا پهٔ تاڼو او فوجي چيک پوسټونو د غدۍ پهٔ ډول بريدونه کول او پيرنګيان به يې پهٔ قلاره نهٔ پرېښودل. پيرنګي فوځ به بیا هم قبائيلي خلک تنګول، د هغوی د کور او پردې سپکاوی به يې کولو. عجب خان آپريدي د پيرنګي نه د بدل اغيستلو کلک هوډ وکړو او پهٔ دغه لړ کې هغهٔ پهٔ 1920م کې يوه شپه د خپلې ډلې سره د کوهاټ د کالري لائينز د وسلې ډپو مات کړو او شا و خوا 100 رائفلونه يې ترې يؤړل خو پيرنګی هله خبر شو چې عجب خان آپريدي ځان ځای ته رسولی ؤ.
پيرنګي چون پهٔ دغه پېښه کې ککړ هېڅوک هم نهٔ ؤ ليدلی خو د شک پهٔ بنا يې سحر وختي د عجب خان آپريدي د کلي محاصره وکړه، عجب خان آپريدی پهٔ کور کې نهٔ ؤ خو د هغهٔ د ډلې ډېر غړي دغه وخت پهٔ کلي کې وو نو هغوی پهٔ چل ول د کلي نه د وتلو هڅه وکړه خو د پيرنګي فوځ مشر حکم ورکړو چې د کلي د ټولو سړو او ښځو تالاشي واخلئ او همداسې وشوه خو پيرنګي هغه رائفلونه ونهٔ موندل. خو د ښځو پهٔ تالاشۍ اغيستو او د پُښتنو رواياتو او پردې پهٔ سر پهٔ خلکو کې ډېر قار او تاؤ تريخوالی راپورته شو او د پيرنګي خلاف د خلکو کرکه لا نوره زياته شوه. او پهٔ تېره تېره د عجب خان آپريدي پُښتنه وينه د دغه ناوړه پېښې نه وروسته د بدل اغيستو لهٔ تاوه ډېره پهٔ جوش کې راغله ځکه چې بدل د پُښتون دود تر مخه اړين دی او پُښتون خپل بدل سل کاله پس هم چا ته نهٔ پرېږدي. عجب خان آپريدي هم دغه کار وکړو او د خپل کلي د تورسرو د بې پردې کولو او سپکاوي د بدل اغيستلو لپاره يې د پيرنګيانو د تورسرو د تښتولو اراده وکړه.دوه اوونۍ وروسته د 14م او 15م نومبر پهٔ منځنۍ شپه کې عجب خان آپريدي د خپلو دېرش تنه وسلوالو ملګرو سره د کوهاټ پهٔ فوځي چاوڼۍ کې 36مې بنګلې ته ننوتو کومه چې د ډګروال فوکلس پهٔ ولقه کې وه. ډګروال فوکلس مزاحمت وکړو چې پهٔ ترڅ کې يې سره د ښځې ووژلی شو. د دغه پېښې نه وروسته عجب خان آپريدی سره د خپلو ملګرو تيراه ته وتښتېدلو.
بیا د 1922م کال د فرورۍ پهٔ مياشت کې بيرته راغلو او د کوهاټ د پوليس لائن د وسلې ډپو يې مات کړو او شا و خوا 46 رائفلونه يې ترې يوړل.
پيرنګيان چې کله خبر شول نو سمدلاسه يې د عجب خان آپريدي کلی محاصره کړو او ايف سي (فرنټئير کانسټبلري) ته يې حُکم ورکړو چې د کلي تالاشي واخلي. ايف سي والا د تالاشۍ پهٔ اوږدو کې درې دېرش رائفلونه راوويستل او د دې ترڅنګ يې د عجب خان آپريدي لهٔ کوره د ډګروال فوکلس او د هغهٔ د ښځې د وژلو بلها ثبوتونه هم تر لاسه کړل خو عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري يې ونهٔ موندل. د پُښتون قام پهٔ تاريخ کې کهٔ يؤ اړخ ته اتلان، د قام غمخواران، مبارزين او مجاهدين راپورته شوې دي نو د هغوی تر څنګ هم پهٔ دې قام کې دننه داسې خلکو سر راپورته کړی دی چې د خپلو خير خواهانو، مبارزينو، مجاهدينو او اتلانو پهٔ لاره کې يې خنډان پيدا کړي دي او قامي وحدت او مبارزې ته يې د ګټې پهٔ ځای زيان اړولی دی. د عجب خان آپريدي سره هم دغسې شوې ده او خپلو خلکو يې وخت پهٔ وخت پښې وهلې دي او د هغهٔ مبارزه يې کمزورې کړې ده.کله چې د هغهٔ د کلي خلک خبر شول چې عجب خان آپريدی د ډګروال فوکلس او د هغهٔ د ښځې پهٔ وژلو کې ککړ دی نو د پيرنګي د دلالانو پهٔ لمسون ټول د هغهٔ خلاف شول او هغه يې پهٔ کلي بند کړو، د دغه خلکو دريز دا ؤ چې عجب خان آپريدي يوه تور سرې وژلې ده او پهٔ تورسرې لاس پورته کول پهٔ پُښتنو رواياتو او دود دستور کې ډېر بد ګڼل کيږي. عجب خان يؤ ځل بيا د تيراه پهٔ سيمه کې پناه واغيسته خو د تيراه خلکو هم هغهٔ ته د يوې تور سرې پهٔ وژلو کې د ککړتيا لهٔ امله پهٔ درنه سترګه ونهٔ کتل.عجب خان آپريدی د دغه حالاتو لهٔ کبله ډېر زړهٔ ماتی شو او پرېکړه يې وکړه چې پهٔ هغهٔ او ملګرو يې د لګېدلو تورونو د سپيناوي لپاره به پيرنګيان تښتوي او پهٔ بدل کې به يې د پيرنګيانو د بند نه خپل ملګري راخلاصوي او همداسې يې وکړه.د 1923م کال د سپرلي موسم ؤ، د 13م او 14م اپريل ترمنځه شپه وه. عجب خان د خپلو نزدې ملګرو عالم خان، شهزاده خان او حيدر شاه سره د د اوبو پهٔ نهر کې د کوهاټ پهٔ فوځي چاوڼۍ کې پهٔ 26مه بنګله کې د ډګروال ايلس کوټې ته ننوتل، غوښتل يې چې ډګروال ايلس وتښتوي خو هغه پهٔ دغه شپه پهٔ کوم فوځي مهم تلی ؤ. پهٔ دغه وخت کې عجب خان آپريدي پرېکړه وکړه چې د هغهٔ لور مولي ايلس او ښځه مېرمن ايلس وتښتوي. خو مېرمن ايلس ډېر زيات مزاحمت پيل کړو، د مرستې لپاره يې چغې او زووږ جوړ کړو، خو مخکې لهٔ دې نه چې پيرنګي فوځيان، شا و خوا اودهٔ خلک او څوکيداران د هغوی مرستې له راشي، شهزاده آپريدي هغه پهٔ وار خطایۍ کې ووژله. عجب خان آپريدي د ډګروال ايلس لور مولي ايلس د کوهاټ نه د زنګي درې پهٔ لاره تيراه ته بوتله.پهٔ سبا ورځ د پيرنګي هوائي ځواکونو کوهاټ او شا و خوا قبائيلي سيمې ولټولې خو د تښتول شوې پيرنګۍ مولي ايلس هېڅ درک يې ونهٔ موندلو او نهٔ يې عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري پيدا کړل. جرګه د پښتنې ټولنې یؤ زوړ، زورور، ځانګړی او پیاوړی صفت دی، پيرنګی هم د دغه پښتون دود او روايت لهٔ زور او اهميته ناخبره نهٔ ؤ. کله چې د ډګروال ايلس د لور مولي ايلس او د هغې د تښتونکو د موندلو ټولې هڅې ناکامه شوې نو پيرنګي د دغه ځانګړي پُښتون دود نه د کار اغيستو پرېکړه وکړه. پهٔ دغه لړ کې يې يوه درنه جرګه جوړه کړه. د جرګې پهٔ غړو کې د کرمې اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ خان بهادر قلي خان خټک، رسالدار مغلباز خان کوکي خيل آپريدی، د پېښور پهٔ بهانه ماړۍ کې مېشته د تيراه خان نصرالله خان اورکزی، د بابري بانډې ملک حبيب الله خان آپريدی او څهٔ نور مشران او سپين ږيرې د يادونې وړ دي. د دغه جرګې سره د پېښور د مشنري هسپتال يوه نرس مېرمن ليلن سټار هم ملګرې وه. پيرنګيانو د مهمو خبرو اترو او لارښودنو نه وروسته دغه جرګه د عجب خان آپريدي سره د خبرو اترو او د ډګروال ايلس د لور مولي ايلس د راخوشي کولو لپاره تيراه ته واستوله.
دغه جرګه پهٔ وړومبۍ شپه پهٔ نعمت صلاح نومې کلي کې شپې ته ايساره شوه. ياده دې وي چې دغه د روژې د مياشتې وړومبی سر ؤ نو د کلي خلکو د جرګې د روژه ماتي لپاره تياری وکړو کله چې خلک د کلي حجرې ته راټول شول نو د جرګې غړو ترې د عجب خان آپريدي او د هغهٔ د ملګرو پهٔ اړه تپوسونه وکړل خو کليوالو وويل چې مونږ د هېڅ نه هم نهٔ يو خبر. د ډګروال ايلس د کورنۍ سره د عجب خان آپريدي او د هغهٔ د ملګرو لهٔ خوا پهٔ دغه پېښې پهٔ قبائيلي مشرانو کې ډېر تاؤ تريخوالی او اندېښنه رامنځته کړې وه ځکه چې دا د يوې تور سرې د وژنې او د بلې د تښتولو ستونزه وه او څنګه چې ما مخکې وويل چې پهٔ پُښتون کلتور او هڅوب کې پهٔ تور سرې لاس پورته کول ډېره ناوړه او بد او ناوړه کار ګڼل کيږي او بل خوا د پيرنګي زور زياتی هم داسې ؤ چې پُښتانهٔ مشران يې پهٔ دغه جرګه او د پيرنګي سره د ډګروال ايلس د لور پهٔ راخوشي کولو کې مرستې کولو ته اړ کړل.پهٔ 21م اپريل د خان بهادر قلي خان او عجب خان تر منځه پهٔ وړومبي ځل مخامخ خبرې اترې وشوې. عجب خان وړومبی انکار وکړو خو بيا يې وومنله چې د ايلس پهٔ کورنۍ پهٔ بريد کې هغه لاس لري. هغهٔ د ډګروال فوکلس پهٔ وژلو کې خپله ککړتيا هم وومنله او پهٔ وياړ يې وويل چې مولي ايلس هم هغهٔ را تښتولې ده او غواړي چې د هغې پهٔ بدل کې خپل ملګري د پيرنګي لهٔ بنده را خلاص کړي.
عجب خان آپريدي قلي خان ته د مولي ايلس د خوشي کولو لپاره درې شرطونه کېښودل:
1. پنځوس زره روپۍد ډګروال فوکلس او د هغهٔ د ښځې پهٔ قتل کې د ککړو خلکو لپاره بخښنه او
3.د پوليسو پهٔ پوسته پهٔ بريد کې د ککړو څلور تنه بندي کسانو خوشي کول.خو قلي خان د عجب خان آپريدي دغه شرطونه نا معقول وګڼل او لهٔ منلو يې انکار وکړو. دغه خبرې اترې د 23م اپريل د شپې تر ناوخته او عن تر بلې ورځې هم دوامدارې وېاخير جرګه پهٔ خپلو هڅو کې بريالۍ شوه او د عجب خان سره د اوږدو خبرو اترو نه وروسته يې د ډګروال ايلس لور مولي ايلس راخوشې کړه او عجب خان آپريدی د خپلو ملګرو سره افغانستان ته لاړو. بل خوا پيرنګيانو د عجب خان آپريدي د ورورولۍ یانې بوستي خيلو آپريدو کلی ړنګ کړو اود کلي خلک يې يؤ لاک روپۍ جرمانه کړل.
د 1923م زېږديز کال د مۍ پهٔ 12مه نېټه د يؤ پيرنګي سر جان ميفی پهٔ مشرۍ کې د آپريديو او اورکزيو ملکانو او مشرانو يوه ستره جرګه وشوه، چې پهٔ کې د آدم خيلو(تيراه)، علي خيلو، ملک دين خيلو، قمبر خيلو آپريديو او ماموزۍ(اورکزي) ګڼ شمېر مشرانو برخه واخيسته. د دواړو قبيلو دغه مشرانو پرېکړه وکړه چې د تورسرو تښتول، د هغوی پهٔ مذهبي، نسلي يا د رنګ پهٔ بنسټ سپکاوی کول د پُښتون کلتور، دود او دستور پر ضد دي او کهٔ څوک هم دغه کار کوي، مونږ يې ملاتړي نهٔ يو. دغه مشرانو دا پرېکړه هم وکړه چې عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري به پهٔ خپله سيمه کې اوسېدلو يا د سيمې پهٔ لارو ولو تېرېدلو ته نهٔ پرېږدي. کهٔ چا هم هغوی له پناه او يا د شپې تېرولو لپاره ځای يا خوراک څښاک ورکړو نو د هغهٔ سزا به هم د عجب خان آپريدي د نورو ملګرو غوندې وي. د دې ترڅنګ کهٔ چرته هم چا عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري وليدل نو بايد هغه ووژني. څهٔ وخت پس د جاواکي او کالا خيل مشرانو او سپين ږيرو هم د پيرنګيانو سره دغه شان لوظنامه لاس ليک کړه او دا لوظ يې وکړو چې عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګر به پهٔ سيمه کې تګ راتګ يا اوسېدلو ته نهٔ پرېږدي او کهٔ هغوی راتلل نو مونږ به پسې لښکر راپاڅوو او د هغوی د وژلو هڅه به کوو او کهٔ مونږ پهٔ خپله دغه هڅه کې ناکامه کېدلو نو بیا د پيرنګي حکومت خوښه ده چې څهٔ سزا راکوي.کهٔ پام وکړو نو دغه جرګې او لوظنامې کهٔ څهٔ هم دغه مشرانو د پيرنګي لهٔ خوا د ډېر زور او فشار نه وروسته کړې وې خو پهٔ اصل کې دغه هر څهٔ د پُښتون اولس د بربادۍ او د روښانه سباون او خپلواکۍ د هڅو د شنډي کولو ستر لامل ؤ او پهٔ خپل لاس خپلې پښې پهٔ تبر وهل وو.د دغه قام خرڅه او بې ناموسه مشرانو د دغه پرېکړو او لوظنامو له کبله د عجب خان آپريدي او د هغهٔ د ملګرو ژوند د ډېرو ستونزو سره مخامخ شو او هغوی دې اړ شول چې د افغانستان ننګرهار ته لاړ شي. د هند پيرنګي حکومت د افغانستان د امير امان الله خان نه د عجب خان آپريدي او د هغهٔ د ملګرو د نيولو او هغوی ته د سپارلو غوښتنه وکړه خو امير امان الله خان د هغوی دغه غوښتنه مهمه ونهٔ ګڼله او د چل ول نه يې کار واغيستو. پيرنګيان چې پوه شول چې امير امان الله خان عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري نيول نهٔ غواړي نو پهٔ هغهٔ يې د فشار راوړلو لپاره هغه اسلحه پهٔ لاره کې ايساره کړه کومه چې د افغانستان حکومت د فرانس نه اغيستې وه او برطانوي هند لهٔ لارې د يوې لوظنامې پهٔ ترڅ کې افغانستان ته راوړل کېدله.
د 1923م د سپتمبر پهٔ مياشت کې پيرنګيانو امير امان الله خان ته وويل چې اسلحه به دې پهٔ دې شرط درپرېږدو چې عجب خان آپريدی او د هغهٔ ملګري د برطانوي هند حکومت ته وسپارې او يا يې د افغانستان نه وشړې او بيا يې هند يا افغانستان ته راتګ ته پرې نهٔ ږدې. بل خوا عجب خان آپريدی هم پهٔ قلاره نهٔ ؤ ناست، د 1923م د نومبر د 7مې او 8مې نېټې پهٔ منځنۍ شپه کې هغهٔ د خپلو ملګرو سره د کرمې د پهٔ مليشا بريد وکړو او د کپتان واټس او د هغهٔ د ښځې د وژلو نه وروسته يو ځل بيا د تيراه پهٔ لاره ننګرهار ته پهٔ تېښته بريالی شو. اخير امير امان الله خان دې ته اړ کړی شو چې ننګرهار ته د عجب خان آپريدي د يرولو لپاره خپل فوج ولېږلي خو عجب خان آپريدی د ننګرهار نه سپين غر ته لاړو. د افغانستان حکومت ګنګوسی خپور کړو چې ګنې عجب خان آپريدی د هند تر ولقې لاندې د تيراه پهٔ متو مينه نومې ځای کې دی. خو د سيمې ټولو مشرانو او ملکانو پيرنګيانو ته د تيراه د يؤ نامتو مشر ملک سيد بادشاه پهٔ مشرۍ کې يؤ ليکلی سپيناوی ورکړو چې عجب خان آپريدی د ډيورنډ لهٔ کرښې هغه غاړې ته دی. عجب خان اپريدي چې کله وليدل چې د هغهٔ د خپلې سيمې خپل پُښتانهٔ مشران او پهٔ خاصه توګه د تيراه آپريديان هغه پهٔ خپله سيمه کې اوسېدلو او تګ راتګ ته نهٔ پرېږدي، د هغهٔ مبارزه مخ پهٔ وړاندې تګ نشي کولای او د افغانستان حکومت هم غواړي چې هغه ترکستان ته وشړي نو لهٔ مجبورۍ او خپلو ملګرو سره د صلاح مشورې نه وروسته يې د افغانستان د حکومت سره د يوې لوظنامې پهٔ ترڅ کې ځان د خپلو نژدې خپلوانو لکه حيدر شاه، عالم خان(تربور)، شهزاده خان، عمل خان(ترهٔ) او نورو 23 تنه ملګرو او د کورنۍ د غړوسره د افغانستان چارواکو ته وسپارلو. د افغانستان حکومت هغهٔ ته د مزار شريف پهٔ ولايت کې شا و خوا دولس سوه جريبه زمکه ورکړه. هغهٔ خپل پاتې ژوند هم هلته تېر کړو او بیا لهٔ ورپېښې ناروغۍ لهٔ امله د 1961 کال د جولائي پهٔ میاشت کې پهٔ مزارشریف کې وفات شو. قبر يې هم هلته دی. عجب اپريدي خو ځان د کابل چارواکو ته تسليم کړو خو د تيراه د جاواکي دوه مشرانو ګُل اکبر خان او سلطان مير خان د ځان سپارولو نه انکار وکړو او خپله مبارزه يې دوامداره وساتله. ګُل اکبر خان آپريدی يې د 1927م کال د مۍ پهٔ مياشت کې پهٔ پېښور کې ونيولی شو او هم پهٔ هغه مياشت کې يې پهٔ دار کړو.
عجب خان آپريدی د ښاغلي غلام حيدر آپريدي پهٔ کور کې د د بوستي خيلو پهٔ کلي کې زېږېدلی ؤ، پهٔ خټه بوستي خيل آدم خيل آپريدی ؤ. د ننګ، غيرت، مېړانې او د خپلې خاورې او اولس د آزادۍ او خپلواکۍ دغه اتل او د هغهٔ مبارزه هم د تاريخ پهٔ اوږدو کې د راپاڅېدلو نورو بلها پُښتنو اتلانو غوندې د خپلو خلکو د جفا او غدارۍ لهٔ امله د ناکامۍ ښکار شوه او کوم هدف ته چې هغهٔ رسېدل غوښتل، د خپلو پُښتنو او پهٔ خاصه توګه د خپلې قبيلې د مشرانو لهٔ لاسه د بلها ستونزو سره مخ شو او خپل مرام ته ونهٔ رسېدلو. نن هم د هغه مشرانو غوندې بې حسه، بې ننګه او قام خرڅي مشران د پُښتون اولس پهٔ هره قبيله او هر کلي کې شته چې د خپل اولس او خپلې خاورې نه ورته د خپل بادار او سامراج مفاد ډېر مهم دی.
نوټ:د آپريدو ملګرو او پهٔ تاريخ خبر ښاغلو مشرانو او ملګرو نه هيله کوم کهٔ پهٔ دې ليک کې کومه تېروتنه وي نو مننه به مو وي کهٔ يې راته پهٔ ګوته کړئ.
پهٔ درنښت
ورور مو
آياز يوسفزی
No comments