Breaking News

پښتون به هم باقې وې





زما د 1967 يو زوړ نظم ټولو پښتنو ته ډالۍ
"""""پښتو""""""
(ســـــرور خــــټک)
هغه ورځ خوب يوړم
   که چا په ويخه اووې
يو صلاح کار راته
يوه صلاح راکړه
زه څه خاموشه شومه
لږ شان بى هوشه شومه
ما وې مهلت راکړه
ځمه بابا ته وايم
زه د خوشحال مزار ته
يو پرکالــــۍ يـــوړم
توره په څنګ بابا مې
قلم په لاس نيولې وٶ
بچيه څنګه راغلې
داسې په منډه راغلې
يو صلاح کار راته
بابا صلاح راکړه
وې چې پښتو به وژنو
دا زړه شوې ده اوس
نن د پښتو قضا ده
خپل پښتانه ئې وژنې
بابا تپوس کومه
ما له جواب راکړه
خوا کښې رحمان هم ناست وٶ
کروړ بختيار هم موجود وٶ
حميد ،ذمند ، لوانړې
هم ابدالى او هوتک
بختيار ، حافظ ،على خان
ورسره پيري روښان
بابا خالد هم ناست وٶ
ورسره نور څو کسان
ټولو چاپير وکتل
او حيرانئ يوړل
بيا ټولو ما ته وکتل
ما نه ئې پوښتنه وکړه
ولى پښتون ختم شو؟
زمونږه نوم ختم شو؟
ما په خوله هيڅ اونه وې
يو څو سلګۍ مې وکړې
ټول راتر غاړه وتل
زه ئې په خوا پورى کړم
دا دلاسه ئې راکړه
بچيه مه ويريږه
پښتو به څنګه مړه شې؟
پښتو به څوک ووژنې؟
بابا ويل ورشه بچى
ته ورته داسى وايه
لا د خټکو غرونه
د پښتنو نه ډک دي
د هر خټک په قلم
کښې د پښتو چغه ده
د يوسفزو په ورشو
لا د پښتو نغمه ده
د اباسين چپو کښې
لا د پښتو ټپه ده
هشتنغر ميرو کښې
غيور پښتون اباد دي
لا د جيندې په ګودر
کښې د پښتو غزل دې
لا د خيبر د څوکو
د پښتو غږ راخيژې
د هر ګړنګ نه ئې لا
هنګ د غزل اورمه
د ملاکنډ درو کښې
دي ننګيالې پښتانه
په سر ئې جګې شملې
په پښتو سر ورکوې
لا افريدي شينواري
او ملا ګورى پښتون
پښتو غيرت ګڼې
په پښتو ځان وژنې
لا بنوڅې او مروت
کړى د پښتو سره پت
لا خو خليل ژوندي دي
لا خو مهمند مړه نه دې
چې د چترال نه واخلې
شته تر بولانه پښتو
لا د چمن او کويټې
کوڅو کوڅو کښې پښتو
په قندهار کښې پښتو
شته ننګرښار کښې پښتو
هم په هلمند کښې پښتو
هم په هرات کښې پښتو
تر امو سينده پورې
افغانستان کښې پښتو
پښتو رسيږې بچى
د نړۍ هرې خوا ته
هله ورځه بچيه
ته ورته داسې وايه
چې د پښتون د قبر
يوه خازه باقې وې
پښتو به هم باقې وې
پښتون به هم باقې وې
او د سرور د قلم
ليکل به هم باقې وې؛؛؛

No comments