Breaking News

ستا پۀ پښتو کښی بل څۀ شتې او کــــۀ نه




غزل ـــــــــــــــــــــــــــــــــ ارشـد قمــر
خوا  له  راتلو  کښې  بل  څۀ  شتې  او  کۀ  نه
په دے خوږو  کښې  بل  څۀ  شتې  او  کــۀ  نه
تا  چې   ازغي   غوښــتل    نو      اوټوکــــيدل
اوس   دې   ورشو  کښی  بل څۀ شتې او کۀ نه
زاړه   خوبونه   لاشــــــــــــعور   کښې    پالـــم
ستړے مازغو کښی بل څۀ  شتـې  او   کــۀ   نه
تۀ   يې   په   نوم   خپلــــــــــه    روزنه   کـوې
ستا پۀ پښتو کښی بل څۀ  شتې   او   کــــۀ   نه
د   شنو   خالـونو   تش   د    شونډو  ذکـــــــــر
پۀ   دے   ټپو   کښې   بل   څۀ  شتې او کــۀ نه
تشی   نعرې   دی   د   خپل   ځــــــــان  بقا  ده
کۀ دے نعرو کښې بل   څه  شتې  او   کـــۀ   نه
يو   ستا   ښائست   دے   خۀ  پۀ جار يې سـتايم
زمــــــــا   نغمو   کښې   بل   څۀ  شتې او کۀ نه
کـــــۀ   څۀ   سبق   ؤ   نو   پيرزو  يې کــړلــــو
پۀ   حادثو   کښې   بل   څۀ   شتې او کـــــــۀ نه
ارشــده   ژوند   د      مداری    بیـــــــــان  دے
په دے قیصو کښی  بل   څۀ   شتې   او  کۀ  نه

No comments