Breaking News

دپښتوژبي،غير پښتانه قدردان







                                                                                                   (ليک اجمل خټک کشر)
                                                                                                  (ترجمه غلام حسين محب)


ايشياي ژبو کي چي څومره کار مستشرقينو په پښتو کرے دے دهغي نه که يو خوا داپته لګي چي په خاصه توګه انګريزانوخپل ټولو نه واحد لوۍ  مخالف پښتون په ژبه پوهيدو د پاره څنګه بي مثاله خواري او کوشش کړے و. نو بل خوا داسي انګريزان مستشرقين هم شته چي په خالصه توګه د علمي او ادبي شوق په خاطر ي پښتو ژبه او ادب دلچسپي لرله او د قدر وړ خدمات ي ترسره کړي دي. د داسي خلقو احسانات به تل د پاره په پښتو ژبه او ادب باندي وي. مونګ دلته د مورنيو ژبو په حواله مختصره جائزه اخلو.راڅئ چي په دي سلسله کي د خداي بخلي فارغ بخاري د مقالي نه استفاده وکړو.پروفيسر ډورن نسلاً انګريز وو.په جرمني کي پيدا شوے وو او هم هلته ي تعليم ترسره کړے وو.د افغانستان او کاکيشيا ژبو کي ورته مهارت حاصل وو.درسي کتابونو نه علاوه ي ۱۸۲۶کي د ،،پښتنو تاريخ،، ۱۸۴۵ کي د ،،پښتو لغت،، او ۱۸۴۷ کي په ،،پښتو ژبه،، کتاب وليکواو خور کړو. ايچ جي راورټي مشهور انګريز مستشرق ، د پښتو ژبي عالم او مشهور ليکوال وو.هغوي په خاصه توګه د دوه استاذانو نه استفاده کړي وه.چي يو د هشتغر او بل د قندهار وو.دغه وجه وه چي د پښتو په دواړو لهجو ي پوهه  لرله. د راورټي د ګرامر اول ايډيشن چاپ په کلکته کي شوے وو او دويم ايډيشن ي په لندن کي چاپ شو نو د انګلستان اخبارونو او رسالو ورته د شاهکار درجه ورکړه. د راورټي مشهور ليک د ،، ګلشن روه،، وو چي د پښتو د نوموړو شاعرانو کلامونه پکي شامل وو.ددوي نه وړاندي پروفيسر ډورن هم د پښتونظم او نثرانتخآب شايع کړے وو.راورټي په انګريزۍ ژبه ترجمه وکړه او پښتانه شاعران او ليکوال ي په يورپ کي وروپيژندل. علامه اقبال هم د راورټي د ترجمي په ذريعه د خوشحال خان خټک د کلام سره اشنا شو.وئيلے کيږي چي د علامه اقبال ځني اصطلاحات لکه ،شاهين،شهباز،او خودي هم د خوشحال خآن نه اخستل شوي دي.راورټي يو کتاب ،، مينول آف پشتو،، په نوم هم يو کتاب وليکو.هغوي د پادري جيمز مشهورکتاب ،،ديسوپ قيصي،، پښتوکي ترجمه وليکله. دا د پښتو نثر اولنے کتاب ګڼلے شي چي په کال ۱۸۷۱ کي چاپ شوے دے. د ډاکټر يار محمد مغموم کتاب ،،کليات خوشحال بابا،، مطابق ميجرراورټي په ۱۸۶۰ کي د خوشحال بابا شارټ هينډ ،،زنځيرۍ،، د لندن نه چاپ کړو.ددي کتاب په صفحه ۲۸ باندي راورټي واي.چي په دي شارټ هينډ خاشحال بابا او د هغه کورنۍ واله پوهيدل. ډاکټر هنري والټر چي کله د پيښور جيل سپرډنټ وونو هغوي په اول ځل د خوشحال بابا ديوان ۱۸۷۰ کي چاپ کړو. سرګريسن ته په ،،هنوستاني لسانيات کا جائزه،، باندي،، آرډر آف ميرټ،، اعزاز ملاو شو. دا کتاب په نولس(۱۹) جلدو کي په کال ۱۸۲۷ کي چاپ شو. دي کتاب کي پښتو ژبه او ددي په مختلفو لهجو پوره خبري شوي دي. ماليون د پښتو ژبي عوامي قيصي د کلکتي نه چاپ کړي. ټي سي پلوډن د انګريز افسرانو نصاب د پاره ،، ګنج پشتو،، وليکو. چي ترجمه ي په ۱۸۷۵ کي په انګريزۍ کي چاپ شوه. بيا په ۱۹۰۳ کي يو بل انګريز پي ايم ګرډن د ګنج پشتو، چترالي ترجمه د کلکتي نه چاپ کړه. جيمز ډار مشهور مصنف او محقق وو.۱۸۹۲-۹۳کي   ي د ،، ژند اوست،، ترجمه وکړه هغه په ۱۸۸۵ کي په کالج آف فرانس کي د ايرانۍ او پښتو پروفيسر وو. د پښتو عوامي سندرو مجموعه ،، پختونخوا هاروبهار،،په نوم ۱۸۸۸کي د پيرس نه چاپ شو. خپل دغه کتاب کي ايم ګرډن نه صرف د پښتو په اصل بحث کړے دے بلکه په پښتو چاربيتي هم خوندي کړي دي. چي د هغه وخت حالاتو او د ازادۍ د جذبي عکاسي ي هم کړي ده. ددي کتاب په ذريعه مونګ ته دداسي شاعرانو نومونه هم رارسيدلي دي چي تر اوسه به لکه د نورو ځنو شاعرانو ورک وے.سر اوولف کيرو د پاکستان جوړيدو نه مخکي د سرحد ګورنر وو.چي واپس لندن ته لاړو نو يوتاريخي کتاب ،، دي پټهان،، ي وليکوچي اردو ترجمه ي پښتواکيډمۍ پيښور چاپ کره. ګلبرټ سن په پښتو ژبه اولنے کتاب بنارس نه او دويم د هرټ فورډ نه چاپ کړو.په دغي کال کي د هغوي بل يو کتاب پښتو محاوره، لغت باندي وليکو.دي کتاب کي د خوشحال خان بابا نظمونه شامل دي. د ډاکټر مکينزي د خوشحال خان خټک د نظمونو انګريزي ترجمه وکړه. ګرائګر يوه رساله وليکله چي پکي د پښتو الفاظو مقابله د اوستا او سنسکرت ژبو سره کړي ده. ډاکټر مارکنسټرن څه موده افغانستان کي وو.د هغوي کتاب په پښتو ژبه او پښتون قوم په ۱۹۳۲ اوسلو ناروے کي چاپ شو. هغوي يو کتاب په پښتو اشتقاقات او بل د خوشحال په شاعرۍ وليکو. دغسي ډاکټر ټرمپ ۱۸۷۳ کي پښتو ګرائمر وليکو. ټوينګن جرمني کي په سوونو پښتو قلمي نسخي موجودي دي. په دغه قلمي نسخو کي بايزيد انصاري(پير روخان مشهور کتاب ،، خيرالبيان،، هم دے. چي دنيا کي ددي کتاب واحده نسخه ده. د پښتو اکيډمۍ ډائريکټر مولانا عبدالقادر ددي فوټو سټيت حاصل کړو او داکيډمۍ نه ي چاپ کړو. پادري هيوز د پښتو ژبي عالم وو هغه د پښتو منخب ليکونه د ،،کليد افغاني،، په نوم لاهور نه چاپ کړو.مونږ د علم و ادب دغه قدرانو شکرګزار يو، چا چي د پښتو نوادرات خوندي کړل.   

No comments