يوموټې دخپل زړګي ايرې راسره پاتې دي
غزل
(اشنا باجوړے)
څو د وخت په اور سوې نغمې راسره پاتې دي
يو موټې د خپل زړګي ايرې راسره پاتې دي
يو موټې د خپل زړګي ايرې راسره پاتې دي
مرم کۀ پاتې کيږم ستا په لورې به قدم اخلم
خپلې غرونه غرونه حوصلې راسره پاتې دي
خپلې غرونه غرونه حوصلې راسره پاتې دي
يو دې د مشکڼو رومال بله د غمو ګوتمه
څو دې د بنګړو ماتې شيشې راسره پاتې دي
څو دې د بنګړو ماتې شيشې راسره پاتې دي
وړے مې نظر ستا د ښائست شوخو رنګونو دے
سترګې دوه حېرانې ائينې راسره پاتې دي
سترګې دوه حېرانې ائينې راسره پاتې دي
تاسو د اشنا نه لږه دا پښتنه هم اوکړۍ
داسې اخر څۀ ئې د کينې راسره پاتې دي
داسې اخر څۀ ئې د کينې راسره پاتې دي
No comments