Breaking News

د زوړ کال اخري او د نوي کال ړومبۍ مشاعره



                                                                                                                                             صابرشاه صابر
بونېر ---- 
زۀ چرته په بيخي "کچه زلمي توب" کښې د کلي په يو ټرک کښې پيېر بابا ته تلے ووم دومره راته ياد شي چې د ټرک جنګلو پورې مشرانو کټونه الټه تړلي وو بره په "چتۍ" د اوبو سرۀ منګي او چيلم هم پروت وو او ما او زما د ترۀ ځوے مرحوم اسلام شاه د خپل ژوندړومبے (روستے نا)د چيلم لوګے په هم دے "چتۍ " کښې کړے وود پښتونخوا وطن ټول په ټوله د غرونو او ګارو خاوره ده خو د بونېرچغرزو اسمان څکه غرونه ,ګړنګونه توبه توبه په تش تصور يې هم په سړي ويختۀ سومبې سومبې شي ,,,,
د پير بابا لارې دي سختې
د.ګلو لختې زۀ زۀ پرې ستا د پاره ځمه
اوپه 31 دسمبر زۀ د خپلې "ګلو لختې " راڼۍ پښتو" د ښآئيست په خاطر دا ځل د چغرزۍ پښتو " ادبي جرګې" د مشرانو قدرمن طارق زمان خان چغرزۍ , عظمت تنها او شوکت رنګين صيب په لوے تاکيد , اسرار او درنه بلنه په دغو سختو ,ستړو ګرانو لارو , ګارو ,غاړو غرونو يو ځل بيا په" نيم زاله بوډاتوب" کښې په دے ژامنې ګړبونکې کنګل کنګل يخنۍ کښې واوړيدم / دغو قدرمنو د نوي کال په روستۍ شپه د چغرزۍ ادبي جرګې د نوې منتخب شوے کابينې د حلف بردارۍ يو انتهائي لوے تقريب په دے غوړو شنو شنو غرونو کـښې جوړ کړے وو او دا يې خواهش وو چې د دے يادګاري شپې د يادګاري تقريب صدارت هم زۀ اوکړم او ټاکلے شوې کابينې نه سوګند هم زۀ واخلم او بيا زۀ د ملګرو د دے لوے ارمان د تکميل په خاطره د خپلو دوستانو محترم ظفر علي ناز , س ش عادل او کامران خليل سره د" سواړۍ" بازار ته لاړم د غرمې روټۍ راباندې دغلته په " زم زم هوټل " کښې مونږ پسې راغلي شاعر ليکوال عظت تنها اوخوړه , زما د زلميتوب سفرصرف " پيربآبآ " وو او دا سفر د پير بآبآ نه هم مونږ ور اخوا ډيرپاس په دوه نيمو ګينټو کښې او هغه هم په نوي نوزي ټوډي موټر کښې اوهلو د ماخام بانګ ته لږ وخت وو چې" شهدے سر" د طارق زمان خان حجرې ته اورسيدو او بيا دغلته د مونځونو ښۀ ټينګو چائيو ملائي ماستو او کوچو" خوړو نه پس هم د طارق خان په موټر کښې د شهيدے سر نه په څۀ کم ګينټه بره بره سفر پروت فاصله کښې د قدرمن رنګين چغرزي ښآئيسته قلعه نما حجرې ته لاړو هم دلته سټيج جوړ شوے وۀ او هم دلته د 2017 کال روستۍ او نوي 2018 کال ړومبۍ مشاعره وه دا ډير دروند تقريب وو او تقريبآ د ټول بونير او چغرزي قام د نامې جامې شاعران راغلي وو د بونير پښتانۀ په مينه رورولۍ ميلمه دوستۍ او پښتنولۍ کښې لکه دخپلو اسمان سياله غرونو هسې سنګين دي په دے شپه يې چې مونږ له کم قدر کم عيزت او کم درناوے راکړو بس مخکښې يې زۀ نۀ شم بيانولے
صابرشاه صابر
2 جنوري

No comments