د نوي کال مبارکي پکي له کومي راغله
غلام حسين محب
په غم کي ژوند دے خوشالي پکي له کومي راغله
د نوي کال مبارکي پکي له کومي راغله
لا خو زمونږه نه هير نه دي د تير کال زخمونه
هر نوي کال ته بلوو لکه مشال زخمونه
تازه ساتي مو د بارودو پشکال زخمونه
دومره بي غمه زندګي پکي له کومي راغله
زمونږ د چم د وير قيصي لا کمي شوي نه دي
د ځواني مرګو جنازي لا کمي شوي نه دي
د کونډو ساندي، انګازي لا کمي شوي نه دي
دا ګډاګاني او مستي پکي له کومي راغله
لا خو په خپلو کي له جنګه نه وتلي نه يو
لا د اغيارو له قلنګه نه وتلي نه يو
لا د بد رنګو له بد ، رنګه نه وتلي نه يو
بيا د نړی سره سيالي پکي له کومي راغله
مبارکي خو د هغو ده چي هيڅ غم نه لري
چي يره ، ترهه د چاودني او د بم نه لري
چي د جهاد په نامه ظلم او ستم نه لري
د داسي خلقو پيروي پکي له کومي راغله
دا چي زمونږ د ايمانونو ډيوي تتي ښکاري
د هر پښتون د اميدونو ډيوي تتي ښکاري
چي مو د ژوند د ارمانونو ډيوي تتي ښکاري
محبه ! تشه تسلي پکي له کومي راغله
د نوي کال مبارکي پکي له کومي راغله
No comments