ما خــــوب لیدو چې ما پۀ ازغــــو سترګې شوکولې
غزل
همدرداورکزے
یواځې وم روان د ژوند غــــــــرمې وې او تۀ نۀ وې
ما خوب لیدو چې ســېورې راپسې وې او تۀ نۀ وې

هم هغه پېـــــــــــښور وۀ دسمــــــــبر وۀ تنهایي وه
پۀ تا پـــسې مې بل شان تلـــــوسې وې او تۀ نۀ وې

خــــــــــبر دې د راتلو ګرم وو هر چاته غوږ غوږ وم
یو څو ورځــــــــــــو نه دغه انګازې وې او تۀ نۀ وې
یو څو ورځــــــــــــو نه دغه انګازې وې او تۀ نۀ وې
ما خــــوب لیدو چې ما پۀ ازغــــو سترګې شوکولې
پۀ ستوریو او ګلونو کښې مې شپې وې او تۀ نۀ وې

همــــــــــــدرده نو ګیله بۀ څنګه نۀ راتله پۀ ما چې
همــــــدرده غرونه غرونه اندېښنې وې او تۀ نۀ وې

No comments